د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر وايي په تورخم کې د محصولاتو عمل ډېر ټکڼی دی


چارواکي وایي د تورخم پر دروازه هره ورځ نزدې اته سوه ګاډي افغانستان ته اوړي ـ پخوانی عکس
چارواکي وایي د تورخم پر دروازه هره ورځ نزدې اته سوه ګاډي افغانستان ته اوړي ـ پخوانی عکس

د خیبر ضلعې سوداګر په تورخم دروازه افغانستان ته د وړنکو مالونو او ګاډو د محصول او معاینې عمل تېزلو غوښتنه کوي.

د سوداګرو اتحادیې چارواکو د اپرېل پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، په تورخم کې د کسټم له کارکوونکو سره د وسایلو کمي او هلته د ګاډو اودرولو ځای نه شتون یې ستونزې زیاتې کړي دي.

د خیبر د سوداګرو اتحادیې یوه مشر مجیب شینواری وایي، پخوا په تورخم کې افغانستان او نورو هیوادونو ته وړونکو مالونو د ګاډو لپاره ځانګړی ځای وو چې د هغې د ختمیدا سره د ټرانسپورټرانو مسلې زیاتې شوې دي.

ده وویل، "په تورخم کې د پارګنګ ځایونه ختم شوي په تیر وخت کې به هلته د ایکسپورټ خپل ټرمینل وو، هلته به ډير په اسانۍ د ګاډو اسناد کتل کېده او افغانستان ته به واوښتل، اوس هغه نشته چې له وجې یې د ګاډو اوږده قطارونه ولاړ وي."

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تجارت او تګ راتګ مهمه لار ده. دا لار د مرکزي اسیا له هیوادونو سره د تجارت لپاره هم کارول کیږي.

سوداګر وایي، په تورخم کې د سامانونو د معاینه کولو لپاره یوازې یو ماشین (سکېنر) لګیدلی دی. د دوی په وینا، د دې تر څنګ هلته د نشيي توکو ضد اداره، اېف ای اې او نورې استخباراتي ادارې د دوی ګاډي معاینه کوي چې له وجې یې د هغوی افغانستان ته په اوښتو کې ډېر وخت لګېږي.

د خیبر چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټریز ویاند واجد علي وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کسټم له لوري د ګاډو معاینې کار ټکڼی شوی دی.

ده وویل، "له پېښوره تورخم ته تلونکو ګاډو اوږده قطارونه دي، تر علي مسجده ګاډي په قطارونو کې ولاړ دي. د ځنډ له وجې تاجرانو ته زیانونه رسیږي."

واجدعلي وویل که د کسټم چارواکي ورته اسانتیاوې برابرې کړي نو به نه یوازې د سوداګرو زیانونه کم شي بلکې د پاکستان او افغانستان ترمينځ به تجارت هم ورسره وده وکړي.

په پیښور کې د خیبر پښتونخوا د کسټم ادارې ویاند سهیل خان د اپریل په ۱۴ مشال راډیو ته یوازې دومره وویل چې دا ستونزه به خپلو لوړ پوړو چارواکو سره شریکه کړي.

خو څو ورځې وړاندې په تورخم کې د رسد او جوړونې ادارې نېشنل لوجسټک سېل یو مشر مشال راډیو ته ویلي ول چې په تورخم کې له نوو اسانتیاو برخمن ټرمینل او د کسټم جدید نظام پر جوړلو یې کار پېل کړی دی.

د هغه په وینا له دې سره پر تورخم تلونکو مساپرو او ګاډو تګ راتګ به ورسره اسان شي او د کسټم جدید نظام به هم پکې لګول کېږي.

د خیبر انتظامیه وایي، پر تورخم هره ورځ نزدې ۸۰۰ له مالونو ډک ګاډي افغانستان ته ځي او نزدې همدومره شمېر ګاډي پرې پاکستان ته داخلیږي.

XS
SM
MD
LG