د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا تجاران له کانونو د سکرو ایستلو لپاره د بارود کارونې اجازه غواړي


د سکرو یو کان: انځور له ارشیفه
د سکرو یو کان: انځور له ارشیفه

په خېبر ضلع کې د ډبرو سکرو سوداګر له حکومته غوښتنه کوي چې د بارودو د استعمال اجازه دې ورکړل شي.

دوی وايي، دا بارود دوی د کانونو څخه د ډبرو سکرو د راویستلو لپاره کارول غواړي او حکومت له پکار دي چې دا سهولت ورته برابر کړي.

د خېبر ضلعې د کانونو د اتحادیې مشر ارشد علي اپریدي د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، هغوی په تیرا سیمه کې د سکرو د راویستلو لپاره د بارودو د استعمال د اجازت نامې تر لاسه کولو لپاره قانوني عمل سر ته رسولی خو دم ګړۍ ته حکومت بیا هم د دې اقدام اجازه نه ده ورکړې.

قبایلي سیمې کوم معدنیات لري اوځايي ولس ورڅخه څومره ګټه اخلي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:30:21 0:00

هغه وړاندې وویل: "د خېبر انتظامیې ته مو د لایسنس یا جواز تر لاسه کولو لپاره ټول اړین اسناد جمع کړې دي خو حکومت یې په عملي کولو کې له سستۍ نه کار اخلي. موږ له کانونو د سکرو د راویستلو لپاره د مشینرۍ تر څنګ د بارودو استعمال ته هم ضرورت لرو. که اجازه یې راکړل شوه نو زموږ کار به ورسره پر مخ روان شي."

نوموړي وړاندې وویل چې په خېبر ضلع کې دا اختیار د ډېپټي کمېشنر سره دی چې هر اجاره دار ته د بارودو د استعمال اجازه ورکړې خو تر اوسه یې هېڅ یوه اجاره دار ته دا اجازه نه ده ورکړې. نوموړی وايي.

په تیرا کې د سکرو د یوه کان مالک اصغر خان مشال راډیو ته وویل، که په تیرا کې ورته د کار کولو اجازه ورکړل شوه نو ورسره به په زرګونو خلک په روزګار شي او په زیات مقدار کې به سکاره راووځي او په پاکستان کې به د انرژۍ ضرورت هم ورسره پوره شي.

د باړې او تیرا مرستیال کمېشنر شهاب الدین خان د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته په یو استول شوي پیغام کې لیکلي: "په تیرا کې د سکرو په کانونو کې د کار د شروع کولو لپاره نوې کړنلارې جوړوو. موږ د ډېرو کاروبار کوونکو په په اسنادو تر ډېره حده پورې کار کړی دی او یوازې له امنیتي ادارو یې تاییدول پاتې دي چې کله یې هغوی وګوري نو بیا به د کار کولو اجازه ورکوو."

تیرا د خیبر پښتونخوا له مرکز پېښور نه په خواو شا ۱۰۰ کیلومیټره واټن کې پرته سیمه ده چې ځنګلونه او معدنیات لري او په وروستیو کې ورته د ډویژن درجه ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG