فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اکتوبر پر ۱۱مه د درې ورځنۍ لویې جرګې لومړنۍ چارې پیل کړې دي. ټاکل شوې وه چې جرګه سهار پیل شي خو وروسته یې وویل چې انتظامات بشپړوي. د پي ټي اېم مخکښ فعالان وايي چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورته ډاډ ورکړی دی چې د جرګې پر مهال به هېڅ مشکل نه جوړېږي. نور په ویډیو کې.
یو خبریال چې له ګنډه پوره وپوښتل چې وفاقي حکومت خو پر پي ټي اېم بندیز لګولی دی نو اوس څنګه جرګه کولای شي، نو نوموړي په ځواب کې وویل چې "کله جرګه کېږي نو بندیز معنا نه لري."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې وفاقي حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) بندیز لګولی دی او د ترهګرۍ مخنیوي د قانون له مخې یې "ناقانونه سازمان" ګرځوي.
د خيبر د شلوبر سيمې يو استوګن زاهد الله د اکتوبر پر درېيمه په پېښور های کورټ کې د خپل وکيل علي عظيم اپرېدي له لارې درخواست جمع کړی وو چې د خيبر په جمرود سيمه کې يوه غونډه کېدله چې ګډونوال يې پرامنه خلک ول خو پوليسو چاپه ورباندې ووهله.
دا اعلان د اکتوبر پر څلورمه په باب خیبر کې جلسې ته به وینا کې د کډوالو د کمېټې مشر ملک نصیر احمد کوکخېل وکړ. په دې جلسه کې یو شمېر سیاسي او مدني فعالان او قومي مشران هم موجود ول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر ضلعې مشر افتاب شینواري مشال راډيو ته ويلي چې د اکتوبر پر درېيمه تر نيمې شپې وروسته يو ځل بيا سلګونو پوليسو د غورځنګ پر غړو اوښلن ګيس وکاراوه چې له امله يې هغوی د جرګې ميدان پرېښود او د ځايي خلکو په حجرو کې يې شپه تېره کړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ويلي چې د پېښور پولیسو یې په خیبر کې د راتلونکې جرګې پر انتظامي کیمپ برید کړی دی او ځينو خیمو ته یې اور ورته کړی دی.
منظور پشتين ويلي چې د پېښور پولیسو له ځينو پټ مخيو کسانو سره يو ځای د اکتوبر پر دویمه تر نيمې شپې وروسته پر انتظامي کيمپ ډزې وکړې او د اوښلن ګيس په نتیجه کې یې ځينې ملګري ژوبل شوي او ځينې بې هوښه شوي دي.
د غورځنګ د خیبر کوارډینیټر افتاب شینواري مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د غورځنګ مشر منظور پښتین په ریګي للمه کې میدان انتخاب کړ.
دوی پر ریاست غږ وکړ چې دلته به نوره بدامني ونه مني او د امن لپاره به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي. په جلسه کې ځینو سیاسي مشرانو دا هم وویل چې د اکتوبر په ۱۱ نېټه په خیبر کې د پښتون قام عدالت په نوم رابلل شوې غونډې ملاتړ کوي. ویډیویي رپورټ.
د سیاسي اتحاد مشرانو ویلي چې دوی به په دې اړه د خلکو هڅولو او د هغوی ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د سیمې کور پر کور او کلي پر کلی ګرځي او ولس ته به په دې احتجاجونو کې د ګډون بلنه ورکوي.
پرلتوالو له تېرو شاوخوا ۲۲ ورځو راهيسې د پېښور او تورخم ترمينځ د خيبر لويه لاره د مال وړونکو ګاډو پرمخ تړلې ده چې ورسره د افغانستان او پاکستان ترمينځ دوه اړخيزه تجارت اغېزمن شوی دی.
د کمېټې مشر ملک نصير کوکي خېل د سېپټېمبر پراتمه پرلتوالو ته په وينا کې وويل چې خپلمنځي مشوره يې پيل کړې چې د خيبر درې د لويې لارې په ګډون د ضلعې وړې هغه هم د ګاډو پرمخ وتړي
د سوداګرۍ ګډې خونې سلاکار ډاکتر مخلص احمد د سېپټېمبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې مال لېږدوونکي ګاډي د خیبر درې عمومي سړک پر ځای د شلمان له لارې تګ راتګ ته مجبور شوي دي.
د تیرا د راجګل کډوالو له ۱۵ ورځو راهیسې په جمرود کې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی او تورخم ته تلونکې لاره یې تړلې ده. د دې له وجې افغانستان ته مال لېږدوونکې لسګونه لارۍ بندې پاتې دي. ډرېوران وايي چې حکومت دې له کډوالو سره خبرې وکړي چې لاره خلاصه شي. ویډيويي رپورټ.
پولیس وایي، هغو کسانو د اګست پر ۲۸مه په خپلو ویناګانو کې د پاکستان د پوځ د لوړپوړو چارواکو او د هغوی د کورنۍ د غړو د وژنې ګواښونه کړي، د ځانمرګو بریدګرو او هدفي وژنو د استولو دړکې یې ورکړي او خلک یې بغاوت ته هڅولي دي.
منظور احمد پښتین دا څرګندونې د اګست پر ۳۰مه د خیبر ضلعې په جمرود کې وکړې چیرته چې په بیګیاړۍ سیمه کې احتجاجي کیمپ لګېدلی دی. دا کیمپ د کوکي خېل راجګال سیمې کډوالو لګولی دی. د دوی پر احتجاج میاشت اوړي او د پېښور او تورخم ترمینځ لاره یې تړلې ده.
دوی وایي پرلتوال بايد د خیبر درې لاره په داسې ځای کې وتړي چې بار وړونکي ګاډي پکې نه ایسارېږي او د افغانستان او پاکستان ترمينځ تجارت روان وي.
نور وښیئ