د لاسرسي ځای

تازه خبر

سهېل اپرېدی وايي له تیرا د خلکو بې کوره کولو مخالف دی


سهېل اپرېدی په اسلام اباد کې خیبر پښتونخوا هاوس کې د ډېسېمبر پر ۲۵مه د خبرو پرمهال.
سهېل اپرېدی په اسلام اباد کې خیبر پښتونخوا هاوس کې د ډېسېمبر پر ۲۵مه د خبرو پرمهال.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپرېدي ویلي چې دی د خیبر له تیرا څخه د خلکو د بې کوره کولو مخالف دی.

سهېل اپرېدي دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۲۵مه د قبایلي ضلعې خیبر په باړه کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي تور پورې کړی چې "پوځ د هغو سیاسي دریځونو مخه نیول غواړي چې د قبایلي سیمو د خلکو د بیا بې ‌کوره کولو پرضد دي."

دا په داسې حال کې ده چې د تیرا ځايي مشرانو د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د اپرېدیو د ټولو خېلونو او ټبرونو د مشرانو او استازو ۲۴ کسیزې کمېټۍ د ډېسېمبر پر ۱۱مه هلته د پاکستاني پوځ ۲۷م برېګېډ له افسرانو سره په مشروط ډول پر دې سلا کړې چې د لنډې مودې لپاره به خپل کلي خالي کړي.

د پاکستان پوځي چارواکي له ډېرې مودې راهیسې د تیرا له خلکو غوښتنه کوي چې د دې لپاره له دې سیمو ووځي چې دوی پکې د وسلوالو پرضد عملیات وکړي.

د تیرا د ولسي مشرانو د ۲۴ کسیزې کمېټۍ مشر ملک کمال الدین اپرېدي د ډېسېمبر پر ۲۱مه بیا مشال راډیو ته ویلي وو چې د هغې سیمې خلک به د جنورۍ له ۱۰مې کډې کول پیل کړي.

اعلا وزیر سهېل اپرېدي د ډېسېمبر پر ۲۵مه کړې وینا کې د دې خلکو د ممکنه بې کوره کېدو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

نوموړي وویل، "د خلکو د کډو اېستل نه یوازې د سیمې د اوسېدونکو ژوند اغېزمنوي، بلکې د حکومت هغه دریځ هم کمزوری کوي چې د امن د ټینګښت لپاره ولسي ملاتړ ترلاسه کړي."


پوځ تر اوسه د اعلا وزیر سهېل اپرېدي د دې څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو پوځي چارواکي دریځ لري چې په تیرا کې د وسلوالو د فعالیتونو مخنیوي لپاره عملیات اړین دي او د سیمې خلک دې د لنډې مودې لپاره خوندي ځایونو ته انتقال شي.

د تیرا اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د جګړې د تکرار پر ځای د خبرو، منځګړیتوب او دایمي سولې لارې ولټوي چې د دوی په وینا خلک یو ځل بیا د بې‌ کوره کېدو له کړاو سره مخامخ نه شي.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزير سهېل اپريدی د تیرا سیمې د مسلې په ګډون پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم په ظاهره له پوځ سره اختلافات لري.

نوموړي تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په کواټ کې د خپل ګوند ولسي غونډې ته په وینا کې د یو چا یا ادارې د نامه له اخیستو پرته ویلي، "له چا چې مو د انصاف تمه لرله، هغه خلک راسره انصاف نه كوي او چاته چې مو د محافظ په نظر کتل، هغه راته خطر ګرځېدلي دي."

دا له هغه وروسته ده چې د ده په وینا، پر عدالتي امر سربېره د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې له بندي خپل مشر عمران خان سره د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.

سهېل اپرېدي له عمران خان سره د ملاقات اجازې نه ورکول کېدو پرضد د احتجاج پر مهال د پاکستان مسلم لیګ نون په مشرۍ پر مرکزي حکومت او پوځ سختې نیوکې کړې وې.

تر هغه وروسته د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر لېفټننټ جنرل احمد شريف چودري د ډېسېمبر پر پینځمه په یو خبري غونډه کې د سهېل اپرېدي له نامه یادولو پرته هغه ته ناوړه ټکي کارولي وو.

XS
SM
MD
LG