د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر وايي په تیرا کې عملیات د ټوپک په زور ورباندې مسلط کړل شوي دي.
سهېل اپرېدي دا خبره د جنورۍ پر ۱۶مه د باړې په پیندي چینه کې د کډوالو د رجسټرېشن مرکز د دورې پر مهال کړې ده. نوموړي هلته خلکو ته په وینا کې ویلي چې دی به کله هم د پوځي عملیاتو حمایت ونه کړي.
هغه وویل، "دا کوم پوځي عملیات چې روان دي، زه یې نه پرون ملګری وم، نه یې نن ملګری یم او نه به یې سبا ملګرتیا وکړم. دا نن چې کوم عملیات روان دي، دا د ټوپک په زور روان دي او د بندو کمرو پرېکړې پر موږ مسلط کوي."
سهېل اپرېدي پوځ ته په اشاره وویل، دوی تر دې وړاندې ۲۲ لوی او ۱۴ زره واړه عملیات کړي دي خو د ده په وینا په خیبر پښتونخوا کې یې تر اوسه امن نه دی راوستی.
دا لومړی ځل نه دی چې سهېل اپرېدي د وسلوالو پرضد د پراخو پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی بلکې تر دې مخکې یې ورته څرګندونې کړې دي.
هغه تر دې مخکې ټینګار کړی وو چې حکومت یې "د هر ډول پوځي عملیاتو مخالف دی" او په صوبه کې د امنیت لپاره "د یوې کوټلې کړنلارې (حکمت عملۍ) اړتیا ده."
نوموړي وړاندیز کړی وو چې باید ټول ګوندونه، د اړوندو ادارو چارواکي، سیاسي او مذهبي ډلې او د پښتنو ولسي مشران سره کښېني او په شریکه یوه داسې پالیسي جوړه کړي چې "موثره هم وي او امنیت هم ټینګ کړي."
پوځ لا تر اوسه د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ پر شپږمه ویلي وو چې د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."
دا په داسې حال کې ده چې پوځ د خیبر د تیرا میدان خلکو ته امر کړی چې د جنورۍ تر ۲۵مې خپلې سیمې خالي کړي.
په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د خیبر له تیرا څخه د خلکو د وتلو بهیر چټک شوی دی. د هغې ادارې چارواکو د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل، د کډوالو د نوملیکنې لپاره یې په پیندي چینه کې مرکز پرانیستی دی.
چارواکي د عملیاتو له وجې د شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړو د بې کوره کېدو اټکل کوي او وايي، له ټولو کورنیو سره مالي مرسته کوي.