د لاسرسي ځای

تازه خبر

سهېل اپرېدی: له تیرا څخه خلک "په زور" ایستل شوي دي


سهېل اپرېدی: له تیرا څخه خلک "په زور" ایستل شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:25 0:00

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي یو ځل بیا ویلي دي چې د خیبر له تیرا څخه خلک د پوځ په امر او "په زور" له خپلو کورونو ایستل شوي دي چې امنیتي ځواکونه هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي. نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د جمرود په لوبغالي کې ولسي غونډې ته وویل، د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ پر دې موضوع په خیبر کې د پوځ او اېف سي ځواک له چارواکو سره ناستې کړې وې. اپرېدي د جرګې اعلان تر هغې وروسته کړی وو چې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت په یو بیان کې وویل چې تیراوالو د پوځ یا وفاقي حکومت په امر نه بلکې د صوبايي حکومت په وینا خپلې مېنې پرېښي دي. تر دې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د جنورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په تیرا کې د وسلوالو پرضد عملیات نه کېږي او ورڅخه په یخنۍ کې د خلکو وتل او په اوړي کې ورستنېدل "عادي" خبره ده. د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په جمرود کې د جلسې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د وسلوالو او پوځ ترمینځ مسلسل نښتې روانې وې چې پکې پر کورونو توغندي لګېدل او "په زبردستي" ایستل شوي دي. د پاکستان پوځ او اېف سي ځواک لا د اپرېدي او د جرګې د ګډونوالو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ ویلي ول چې د ممکنه عملیاتو له کبله له امنیتي چارواکو سره په مشروط ډول او د لنډې مودې لپاره کډوالۍ ته راضي شوي دي. د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره وايي چې د جنورۍ له ۱۰مې راهیسې تیرا څخه شاوخوا ۹۰ سلنه خلکو کډې کړې دي. نور په ویډيويي رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG