د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګورنر کونډی وايي سهېل اپرېدی دې د پوځي عملیاتو مخالفت نه کوي


د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډی. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډی. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډی وايي په صوبه کې د تحريک انصاف حکومت دې د پوځي عملياتو مخالفت نه بلکې ملاتړ وکړي.

د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ او ګورنر فیصل کریم کونډي د ډېسېمبر پر ۲۸مه، په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې که تحريک انصاف د پوځ او پوځي عملياتو په مخالفت کې خبرې کوي، نو د ده په وینا، "دا د امنيتي ځواکونو پر نفسیاتو خراب تاثیر کوي."

هغه زیاته کړه چې د امن لپاره ضروري ده چې د تحريک انصاف حکومت د پوځ تر څنګ ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر په تيرا کې د وسلوالو پرضد د پلان شویو پوځي عملیاتو له کبله ځايي خلکو خوندي سیمو ته کډې کول پیل کړي دي.

د تیرا د ولسي مشرانو د ۲۴ کسیزې کمېټۍ مشر ملک کمال الدین اپرېدي د ډېسېمبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت ورسره ژمنه کړې چې له بې کوره کېدونکو خلکو سره به مرستې کېږي خو د ده په وینا غوښتنې یې لا تراوسه په ليکلي بڼه نه دي منل شوي.

ملک کمال الدین زیاته کړه چې کله د دوی د غوښتنو په رسمي توګه منل کېدو اعلامیه خپره شي نو دوی به هغه له ولس سره شریکه کړي.

ده وویل، "تر اوسه ۲۵۰۰ کورنۍ وتلې دي، پر دوه توي چیک پوسټ دوی ته ټوکنې ورکول کېږي، او د دوی د بایومیټرک لپاره به نظام بندوبست کېږي."

د خیبر ضلعي انتظامیې تر اوسه د تیرا کډوالو د بې کوره کېدو، شمېر او له هغوی سره د شویو ژمنو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپرېدي د ډېسېمبر پر ۲۸مه په لاهور کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال خپل هغه دریځ بیا تکرار کړ چې د ده په وینا، "پوځي عمليات د مسلې حل نه دی."

د خيبر سیاسي مشران او ولسي استازي وايي پوځ د عملياتو پر وخت عام ولس په نخښه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:57 0:00

سهېل اپرېدي وویل چې پوځ ( تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې) په لسګونو عمليات کړې دي خو د امن راتللو پر ځای ناامني زیاته شوې ده.

نوموړي تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۲۵مه د خیبر په باړه کې یو ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو چې دی له تیرا څخه د خلکو د بې کوره کولو مخالف دی.

نوموړي تور پورې کړی وو چې "پوځ د هغو سیاسي دریځونو مخه نیول غواړي چې د قبایلي سیمو د خلکو د بیا بې ‌کوره کولو پرضد دي."

د تیرا ځايي مشرانو د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د اپرېدیو د ټولو خېلونو او ټبرونو د مشرانو او استازو ۲۴ کسیزې کمېټۍ د ډېسېمبر پر ۱۱مه هلته د پاکستاني پوځ ۲۷م برېګېډ له افسرانو سره په مشروط ډول پر دې سلا کړې چې د لنډې مودې لپاره به خپل کلي خالي کړي.

د پاکستان پوځي چارواکي له ډېرې مودې راهیسې د تیرا له خلکو غوښتنه کوي چې د دې لپاره له دې سیمو ووځي چې دوی پکې د وسلوالو پرضد عملیات وکړي.

اعلا وزیر سهېل اپرېدي ویلي وو، "د خلکو د کډو اېستل نه یوازې د سیمې د اوسېدونکو ژوند اغېزمنوي، بلکې د حکومت هغه دریځ هم کمزوری کوي چې د امن د ټینګښت لپاره ولسي ملاتړ ترلاسه کړي."

پوځ تر اوسه د اعلا وزیر سهېل اپرېدي د دې څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو پوځي چارواکي دریځ لري چې په تیرا کې د وسلوالو د فعالیتونو مخنیوي لپاره عملیات اړین دي او د سیمې خلک دې د لنډې مودې لپاره خوندي ځایونو ته انتقال شي.

د تیرا اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د جګړې د تکرار پر ځای د خبرو، منځګړیتوب او دایمي سولې لارې ولټوي چې د دوی په وینا خلک یو ځل بیا د بې‌ کوره کېدو له کړاو سره مخامخ نه شي.

XS
SM
MD
LG