د خیبر ضلعې د سوداګرو اتحادیې او د کسټم کلیرنګ ایجنټانو ټولنې يو ځلې بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی چې له افغانستان سره تړلې ټولې لارې دې خلاصې کړي.
د خيبر چېمبر اف کامرس او انډسټريز مرستیال مشر واجد علي شينواري د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وويل چې له افغانستان سره د لارو د خلاصولو لپاره یې د خيبر پښتونخوا ګورنر، اعلا وزیر او مرکزي حکومت ته خپلې غوښتنې استولې دي او باید چې هغوی پرې عمل وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی نه غواړي چې د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه (مارکېټونه) د پاکستان له لاسه ووځي.
ده وویل، "افغانستان او منځنۍ اسیا زموږ لپاره د اربونو ډالرو مارکېټ دی. تراوسه د پاکستان مرکزي حکومت ته د ۱۶۸ اربه روپیو او خيبر پښتونخوا ته پینځه اربه روپۍ تاوان رسېدلی دی."
په تورخم کې د کسټم کلیرېنګ ايجنټانو ټولنې مشر معراج الدین د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې که د پاکستان حکومت لارې خلاصې نه کړې نو دوی به په احتجاج لاس پورې کړي.
هغه زیاته کړه، "موږ احتجاج کوو او کېدای شي اسلام اباد ته مخه وکړو. زموږ خلکو هلته (افغانستان) په باغونو کې د کروړونو روپیو پانګه اچونه کړې ده. د لارې په بندېدو کې زیات تاوان د پاکستان دی."
نه یوازې د خيبر بلکې د خيبر پښتونخوا چېمبر اف کامرس، چمن، وزیرستان، کورمې او نورو سيمو سوداګرو او ټرانسپورټرانو هم د پاکستان پر حکومت په وار وار غږ کړی چې له افغانستان سره دې ټولې تجارتي لارې خلاصې کړي.
د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ تر نښتو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې.
د طالبانو حکومت هم په غبرګون کې اعلان کړی وو چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغه وروسته خلاصېږي چې اسلام اباد دا باور ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا لارې نه بندوي او له دې به د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د افغانستان او پاکستان ترمینځ د لارو د تړل کېدو له امله د اوښتي زيان او د هغو لارو د خلاصولو په اړه مرکزي حکومت ته لیک استولی وو.
د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د مالي چارو سلاکار مزمل اسلم د پاکستان د مرکزي حکومت د تجارت وزیر جام کمال ته د جنورۍ پر ۲۹مه په استولي لیک کې پر دې معامله د یوې بیړنۍ غونډې د وربللو غوښتنه کړې وه.
په لیک کې راغلي ول چې له افغانستان سره د تجارتي لارو پرله پسې بندېدو د خیبر پښتونخوا پر اقتصاد منفي اغېز کړی او صوبه یې له لوی تاوان سره مخامخ کړې ده.
نوموړي د جنورۍ پر ۳۰مه پر ایکس پاڼه د ډان ورځپاڼې هغه خبر شریک کړی دی په کوم کې چې د هغه د دې لیک په اړه تفصیل ورکړل شوی وو.
د پاکستان مرکزي حکومت تر دې مهاله د خیبر پښتونخوا د حکومت لیک ته ځواب نه دی ویلی. خو البته تر دې وړاندې یې په وار وار ويلي چې تر هغو چې د طالبانو حکومت یې خاورې ته "د ترهګرو د داخلېدو مخنیوي پوخ ډاډ نه وي ورکړی" لارې بندې ساتي.
د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي چې اسلام اباد ته یې ډاډ ورکړی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
د طالبانو حکومت داراز ادعا کوي چې وسلوالو ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او زیاتوي چې ناامني د پاکستان داخلي مسله ده چې باید یې خپله هواره کړي.