د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او طالبانو حکومتي سرتېرو ترمینځ پر ډېورنډ کرښه تازه نښتې شوې دي

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالبانو سرتېري له ډېورنډ کرښې سره نېږدې له یو توپ سره ولاړ دي - د فبرورۍ ۲۷مې انځور.
د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالبانو سرتېري له ډېورنډ کرښې سره نېږدې له یو توپ سره ولاړ دي - د فبرورۍ ۲۷مې انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ډېورنډ کرښې له هغې خوا څخه د یو توغندي لګېدو په پېښه کې یو کس وژل شوی او بل ژوبل دی.

د کورمې پولیسو په بیان کې ویلي دی چې توغندی د مارچ پر درېیمه ماښام مهال په خرلڅیو کې لګېدلی دی.

پولیس وايي، د افغانستان له پکتیا ولایت سره پر پوله د پرتې هغې سیمې اوسېدونکو ته یې د احتیاط کولو او حفاظتي اقداماتو سپارښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومتي سرتېرو د کرښې په اوږدو کې پر یوشمېر سیمو تازه نښتې او حملې کړې دي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې د مارچ پر درېیمه هم له باجوړه تر جنوبي وزیرستان پورې د غځېدلې کرښې دواړو خواوو ته په بېلابېلو ځایونو کې بریدونه شوي دي چې پکې لا د مرګژوبلې معلومات نه شته.

البته په خیبر کې چارواکي وايي چې هلته د مارچ پر درېیمه شپې مهال او د مارچ پر څلورمه تازه نښتې نه دي شوې.

په همدې حال کې په شمالي وزیرستان له غلام خان بندر سره نېږدې پرتو خلکو د حملو د خطر له امله نېږدې کلیو ته کډې کړې دي.

د پاکستان پوځ یو ټرک له پېښوره تورخم ته وسلې لېږدوي - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.
د پاکستان پوځ یو ټرک له پېښوره تورخم ته وسلې لېږدوي - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.

د پاکستان او طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر شاوخوا سیمو نښتې له هغه وخت راهیسې روانې دي چې پاکستان د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه پر افغانستان بریدونه وکړل.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي ول چې "پاکستاني پوځي رژیم" پر ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په حملو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اړولې وه.

د دې په ځواب کې بیا د طالبانو حکومتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۶مه پر پاکستانیو سرتېرو حملې وکړې.

د پاکستان حکومت وايي چې پر افغانستان یې تېره میاشت په اسلام اباد کې پر امام باړې او په باجوړ او بنو کې دبریدونو په ځواب کې بمباري کړې وه او پکې یې د وسلوالو ډلو مرکزونه په نخښه کړي ول خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (يوناما) تایید کړې وه چې د ننګرهار په بمبارۍ کې ولسي وګړي په نخښه شوي ول.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

اړوند

XS
SM
MD
LG