د خیبر ضلعې تعلیم محکمې د نومبر پر ۲۴مه، مشال راډیو ته په استولی خبر پاڼه کې ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا نګران حکومت په قبایلي ضلعو کې له شپږم ټولګي څخه تر ۱۲م ټولګي پورې په سرکاري سکولونو کې د ښځینه زده کونکو میاشتینۍ وظیفو پروګرام تر ۲۰۲۵ز کال پورې غځولی دی.