د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا کې تر پوځي عملیاتو مخکې ګڼو کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي


تیرا کې تر پوځي عملیاتو مخکې ګڼو کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ټي ډي اېم اې) وايي، د خیبر له تیرا څخه د خلکو د وتلو بهیر چټک شوی دی. د هغې ادارې چارواکو د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل، د کډوالو د نوملیکنې لپاره یې په پیندي چینه کې مرکز پرانیستی دی. په مرکز کې موجودو کډوالو مشال راډيو ته وویل، د رجسټرېشن او د پېژندګلوۍ د تصدیق (ویريفیکېشن) بهیر ورو دی نو ځکه دې چارواکي هلته د کارکوونکو شمېر زیات کړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د تیرا ټولو قومونو ته ویلي دي چې د جنورۍ له ۱۰مې څخه دې تر ۲۵مې پورې له سیمې وځي چې هلته د وسلوالو پرضد عملیات وکړي. چارواکي د عملیاتو له وجې د شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړو د بې کوره کېدو اټکل کوي او وايي، له ټولو کورنیو سره مالي مرسته کوي. تفصیل په دې رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG