د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د نشو خلاف ټینګه پکار ده: لاریونوال


د شمالي وزیرستان په سپینوام کې ځايي خلکو د نشه یي توکیو مخنیوي په اړه لاریون وکړ چې پکې ځايي مشرانو، مدني فعالانو او د سکولونو او کالجونو زده کوونکیو ګډون کړی و.

لاریونوالو له حکومته غوښتنه کوله چې په شمالي وزیرستان کې دې د منشیاتو کاروبار او خرڅلاو مخنیوی وکړي.

د دوی په وینا چې په لوی لاس په سیمه کې ځوانان په نشو روږديکول کېږي او نه غواړي چې د خپل ځوان کهول راتلونکې خراب کړي نو ځکه د نشو خلاف راوتلي دي.

لاریونوالو شعارونه ورکول چې دوی خپلو ځوانانو ته تعلیم او رڼا غواړي او له پولیس ادارې یې غوښتنه ده چې د نشو خلاف کوټلي ګانونه واخلي.

یوه لاریونوال لیاقت مشال راډیو ته وویل، چې په سیمه کې ښکاره منشیات پلورل کېږي. د نوموړي وینا وه چې دا ناسور دې ختم کړل شي.

دی زیاتوي: ''موږ خپل ماشوم ته کتاب، قلم او بسته غواړو''.

د سپینوام یوه بل سماجي کارکن سید علي شاه وايي، ریاست دې د نشو مخنیوي لپاره خپل ذمه واري پوره کړي. دی وايي، د نشو خلاف د ټول قام ټینګه پکار ده.

د سپینوام یوه سرکاري سکول استاد قمرزمان وايي، چې نشه یې ځوان نسل د تباهۍ پر لور وړي. نوموړی زیاتوي چې د نشو خلاف به د ولسي اګاهۍ بهیرونه چلوي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور د اتوار/یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، انتظامیه د منشیاتو د مخنیوي لپاره وخت په وخت ګامونه پورته کوي. نوموړي وویل، هېڅوک به د نشه یي توکیو کاروبار ته پرېنږدي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG