د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یو مسید پرلت مشران له حکومت سره خبرې اترې کوي


د پرلت ګډونوال
د پرلت ګډونوال

بنو - د جنوبي وزيرستان مرستیال کمشنر حمید الله خټک وايي په ټانک کې یې د يو مسید په نامه د احتجاجي ناستې له مشرانو سره خبرې اترې کړې دي او ډېر زر به یې ستونزې ورهل کړي.

حمیدالله خټک د فرورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې له احتجاج کوونکو سره یې خبرې شوې دي او دوي هڅه کوي چې ستونزې یې هوارې کړي.

ده وویل چې ۴۲ کرونه روپۍ یې وړاندې وېشلې وې او د ۱۲ کروړه روپیو وېش به په راتلونکو څو ورځو کې پیل کړي.

د یو مسید پرلت مشران هم د دې پخلی کوي چې له ضلعي انتظامیه سره یې خبرې اترې پیل شوې دي او دوي پر دې سلا شوي چې مسلې به د خبرو اترو له لارې هواروي.

خو د پرلت یو مشر حیات پرېغال مشال راډیو ته وویل چې پرلت به یې تر هغه وخته روان دي تر څو چې یې غوښتنې منل شوې نه وي.

ده وویل ، “ ۸۷ زره کورونه ړنګ شوي دي ، په هغه کې د ۳۲ زره کورونو لپاره چیکونه ورکړل شوي او ۵۵ زره پاتې دي د هغو پلټنې روانې دي. د دې تر څنګ دا خبره هم وشوه چې ۸۸ کلي پاتې دي هلته به هم د معلوماتو را غونډولو لپاره لس ډلې وځي.”

د پرلت یو بل مشر فدا محمد مسود وویل چې د دوی غوښتنې څرګندې دي او تر هغه وخته به پرلت جاري ساتي تر څو چې یې ورستۍ اغېزمنې شوې کورنۍ ته انصاف نه وي ورکړی.

ده وویل چې تر دې وړاندې هم وعدې ورسره شوې وې خو پوره شوې نه وې نو اوس ځکه د ده په وینا ، تر هغه وخت پرلت نه ختموي چې د غوښتنو پوره کېدو لپاره یې عملي ګامونه نه وي پورته شوي.

د یو مسید پرلت ګډونوال د جنورۍ له ۲۷مې د خیبر پښتونخوا په ټانک کې ناست دي او وايي چې دوی په پاکستانیو پوځي عملياتو کې د ورانو بازارونو او کورونو لپاره له حکومته معاوضه غواړي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ م کال کې په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د “راه نجات” په نامه عمليات ترسره کړل چې له کبله يې د حکومتي شمېرو له مخې ۸۷ زره کورونه ړنګ شوي وو او په زرګونه خلک کډوال شوي وو.

XS
SM
MD
LG