د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان تجاران: که معاوضې رانکړي، لویې لارې بندوو


د وزیرستان خلکو تر دې وړاندې په اسلام اباد کې هم مظاهرې کړې وې.
د وزیرستان خلکو تر دې وړاندې په اسلام اباد کې هم مظاهرې کړې وې.

بنو ـ د شمالي وزیرستان تجارانو او دوکانداران وايي که حکومت هغوی ته د ړنګ کړل شویو دوکانونو، بازارونو او مارکیټونو معاوضې ورنکړې نو د دسمبر پر ۱۵مه به لویې لارې وتړي.

هغوی د نومبر پر ۳۰مه په میرلي بازار کې لاریون، احتجاج او جرګه وکړه او حکومت ته یې ۱۰ ورځې مهلت ورکړ چې د هغوی غوښتنې دې ومني کنه نو هغوی به پراخ احتجاجونه وکړي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عمليات وکړل. د طالبانو سره په جګړو کې د کورونو او سړکونو ترڅنګ د ميرلي او میرامشا بازارونو دوکانونه هم وران شول.

کله چې خلک له کډوالۍ ورستانه شول نو له حکومته يې وغوښتل چې دا دوکانونه دې ورته جوړ کړي. حکومت ورسره د همداسې کولو وعدې وکړي خو تر اوسه دا ژمنې نه دې پوره شوي.

په مظاهره کې شامل يو دوکاندار شفقت الله داوړ، مشال راډيو ته وويل چې حکومت ورسره وعده کړې وه چې په پوځي عملياتو کې د شويو نقصانونو د پوره کولو لپاره به پېسې ورکوي خو تر اوسه یې داسې نه دې کړي.

هغه زياته کړه: "د میرلي دوکانداران سخت په تکلیف کې دي او په تمه ناست دي چې حکومت به څه وخت ورته معاوضې ورکوي؟ که حکومت معاوضې رانکړې نو موږ به د دسمبر پر ۱۵مه افغانستان ته تللې لویه لاره تړو."

د صلاح الدین په نوم یو بل تجار وايي، بازارونه، مارکيټونه او دوکانونه هرڅه له منځه تللي او دوی ډېر زیات تاوانونه کړي خو نن په سوال او په منت خپلې معاوضې غواړي خو حکومت یواځې وعدې کوي او عملي ګامونه نه اخلي.

بلخوا ځايي حکومتي چارواکي وايي خلک دې حوصله وکړي ځکه چې د ميرلي بازار دوکاندارانو لپاره يې پېسې بېلې کړې دي خو تر اوسه ورته له صوبايي حکومته نه دې ور رسېدلي.

یو ځايي چارواکي د نوم د پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت د میرلي بازار دوکاندارانو ته د معاوضې لپاره څه د پاسه دوه او د میرامشا بازار دوکاندارانو ته څه د پاسه اووه اربه روپۍ بیلې کړې دي. هغه وویل چې پیسې هغوی ته ورسېږي نو بې له څه ځنډه به یې خلکو ته وسپاري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG