د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې د عیسویانو لپاره باید کلیسا جوړه شي: محسن داوړ


په قامي اسمبلي کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ په مرامشا کې له عیسویانو سره د کریسمس لمانځلو پر مهال. ۲۰۱۹، ۲۵ ډېسېمبر
په قامي اسمبلي کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ په مرامشا کې له عیسویانو سره د کریسمس لمانځلو پر مهال. ۲۰۱۹، ۲۵ ډېسېمبر

په قامي اسمبلي کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ په میرامشا کې له عیسویانو سره ژمنه وکړه، چې په میرامشا کې د کلیساپه جوړولو کې ورسره خپلې هلې ځلې کوي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۵ مه په میرامشا کې د کریسمس لمانځلو غونډې ته په خپله وینا کې محسن داوړ وویل، چې عیسایان له پېړیو راهیسې په وزیرستان کې یو مهذب ژوند کوي او د دوی ستونزو هوارولو کې به ورسره له اړونده سرکاري ادارو سره خبرې کوي.

ښاغلي داوړ زیاته کړه: (دوی زموږ د ټولنی برخه ده، څنګه چې زموږ په ټولنه کې د نورو قامونو، طبقو او خلکو مسلې او ستونزې شته، دغه شان د دوی هم ستونزې او حقونه دي او د اقلیت ستونزې ځکه هم زیاتې دي، چې د دوی ستونزې لا تر اوسه هېچا هم نه دي اورېدلې. زه د دوی په خوشالۍ کې شریک شوم، چې دوی دا احساس نه ولري، چې د اواز اورېدو یې څوک نشته، د دوی لپاره د کلیسا جوړولو په لړ کې یې له واکمنانو سره خبرې کړي دي او د دوی غوښتنو پوره کولو لپاره به خصوصي کردار ادا کوم.)

په میرامشاه کې د افلیت ټولنی مشر خالد اقبال د غونډی پرمهال وویل چې نړۍ او په خاصه توګه وزیرستان ولس ته د امن مینې او سولې پیغام ورکوي. دوی دلته له پېړیو راهیسې ژوند کوي خو د عبادت لپاره خپلځای نه لري.

(د وزیرستان ولس ته سولې پیغام ورکوو، دغه ولس مینې ته ضرورت دی، موږ هم ګڼ شمېر مشکلات او ستونزې لرو، خو د مینې ورورلۍ لپاره وخت نشته، له یو بل سره مینه ورورولي پکار ده. موږ له پېړیو په وزیرستان کې پرامنه ژوند تېروو، ازاد ژوند کوو، البته د عبادت لپاره کلیسا نه لرواو هندوان هم د عبادت لپاره مندر نه لري، زموږ د استوګنې مسله هم شته، تمه کوو چې دولت به زموږ د دغه غوښتنو لپاره متوجه شي، ځکه چې دوی هم د وزیرستان برخه ده او هم د نورو وزیرستانیانو غوندې دوی هم حقوق لري.)

یو بل عیسايي اعجاز صابر وايي چې په وزیرستان کې له پخوا پرامنه ژوند کړی دی. ځايي خلک ورسره په غم ښادي کې شریک دي، دوی له په خپلو رسوماتو، عبادت او مذهبي آزادۍ کې د ځايي ولس لخوا کله هم خنډ نه دی جوړ شوی.

د اقلیت ټولنې مشرانو وویل، د قامي اسمبلی خپل استازيمحسن داوړ مننه کوي چې په خوشالۍ کې یې ورسره شریک شو، د دوی د ستونزو هوارولو ډاډ یې ورکړ، تمه کړي چې دولت به د دوی غوښتنو ته متوجه شي.

د انتظاميې په وینا شمالي وزیرستان میرامشاه، رزمک او میرعلي کې تر ۷۰۰ پورې عیسایان او هندوان ژوند کوي، چې د شمالي وزیرستان شناختي کارډونه لري، ځینې یې خپل شخصي جاییدادونه لري او دوی په ښاروالۍ کې دندې ترسره کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG