د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشکوکو کسانو پرېښودو ضد د درازنده مشرانو احتجاج


د ډېره اسماعيل په درازنده کې خلک وايي د مارچ له اوومې نېټې راهيسې له دې وجې په احتجاج دي چې د هغوی له خوا نيول شوي مشکوک کسان پوليسو پرېښي دي.

په احتجاج ناستو کسانو کې يو تن، ډاکټر يونس په دې اړه د مارچ پر اتمه مشال راډيو ته وويل پولیس بايد هغوی قانع کړي چې ولې يې له بهره ورغلي هغه مشکوک خلک خوشي کړل چې د دوی په نظر یې د ويجاړي پلان درلود.

"درازنده سیمه کې هغه بله ورځ، پنځه، شپږ مشکوک کسان خلکو نیولي وو. بیا خلکو دا کسان په دې ضمانت پولیسو ته سپارلي وو چې هغوی به ترې تحقیقات کوي او قوم به ترېنه خبروي. خو پولیسو تېره شپه هغه کسان بې له دې چې قوم سره مشوره وکړي، خوشې کړل. په دې باندې قوم خفه وو. پرون هم احتجاج وو او نن هم وشو."

ډاکټر یونس مشال راډیو ته دا هم وویل چې د سیمې د امنیت د ټینګ ساتلو لپاره ځايي خلک که له یوې خوا د حکومت سره مرسته کوي نو له بلې خوا د ځوانانو او مشرانو کمېټۍ یې هم جوړې کړې دي.

هغه وايي، دا کمېټیانې د مشکوکو کسانو څارنه کوي او هر ځای ته به ځانونه رسوي چې د مشکوکو پېښو مخه ونیول شي.

په دې اړه مشال راډيو په درازنده کې له پوليسو پوښتنه وکړه خو هغوی ورسره له خبرو انکار وکړ.

خو د درازنده مشران وايي د پولیسو مشرانو ورسره د مارچ پر اتمه نېټه د لیدو لپاره تماس نیولی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG