د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د میرامشا ړنګ بازار یوه مرله ۴۵ لاکه روپۍ وه، یوه پیسه کمه نه منو'


د میرامشا ړنګ بازار دکانداران له یوې اوونۍ راهیسې پر احتجاج دي.
د میرامشا ړنګ بازار دکانداران له یوې اوونۍ راهیسې پر احتجاج دي.

د میرامشا بازار تجاران او د جایداد مالکانو له یوې اوونۍ راهېسې پیل شوی احتجاج لا هم دوام لري. هغوی وايي، حکومت ورسره اول ژمنه کړې وه چې د یوې مرلې په سر به ۴۵ لکه روپۍ ورکول کېږي خو اوس ورته یواځې ۱۵ لکه روپۍ ورکوي چې دا ورته د منلو وړ نه ده.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د میرامشا بازار کاري کمېټۍ جنرل سېکرېټري سخي الرحمان وايي، له خپلې غوښتنې نه پر شا کېږي، سرکار به هم هغه پیسې ورکوي چې له دوی سره یې ژمنه کړې وه. دی وايي سرکار اخته دی چې د دوی ترمنځ درزونه راوړي او ځینو خلکو ته یې پیسې هم ورکړي دي خو د سخي الرحمان په خبره د سرکار د دې ګام مخه به نیسي.

یوه بل د ړنګ جاییداد څښتن عبدالروف وايي، سرکار له خپلې کړې ژمنې تېرېږي او له دوی سره د مرلې پر سر د خپل منلي لاسلیک سرغړونه کوي خو د نوموړي په وینا دوی به د خپلو غوښتنو لپاره عدالت ته ځي او خپل احتجاجونه به جاري ساتي. لارې به تړي او هړتالونه به کوي.

د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د مشال راډیو له خبریال عمر وزیر سره په خبرو کې وویل چې د میرامشا د اتلس سوو دکانونو مالکانو ته یې ۵۵ کروړه روپۍ ورکړې دي. د نوموړي په خبره دا هغه خلک دي چې جاییداد یې موجود دی خو دکان یې ړنګ شوی دی. د ده په وینا چې په دوی کې هغه کسانو پیسې اخېستې چې جایداد یې ړنګ شوی دی خو له هغه سوداګرو سره چې سامانونه یې او جاییداد داوړه یې خاورې شوي دي له هغوی سره د انتظامي چارواکو چنې او خبرې دوام لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG