د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوالو ستنېده به د مارچ له ۱۶مې پیل شي: احسان داوړ 


د کډوالو پخوانی عکس
د کډوالو پخوانی عکس

بنو - په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي ، د مارچ له ۱۶ به د شمالي وزیرستان د کډوالو ستنول پیل کړي.

د یادې ادارې ویاند احسان داوړ مشال راډیو ته وویل چې په لومړي پړاو کې به د میرانشاه د ماچس کلي ۴۹۶ کورنۍ ستنې شي او هم داسې به هره ورځ ۱۵۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنوي.

ده وویل چې د بکاخېل واپسۍ کمېپ سنټر کې به د دې کورنیو نوم لیکنه کېږي او د ستنولو چارې به یې له هم دې ځایه ترسره کېږي.

احسان داوړ زیاته کړه چې هرې ستنېدونکې کورنۍ ته به ۱۰ زره د کرایې او ۲۵ زره نغدې ورکول کېږي او هم به د کور سامان ورکول کېږي.

نوموړي وویل چې کله د دې کورنیو د ستنولو لړۍ پای ته ورسېږي نو به له هغه وروسته د نورو کورنیو د ستنولو بهیر اعلانوي.

د ماچس کلي یو کډوال مشال راډیو ته وویل چې دوي په بیرته تګ خوشاله دي خو کلی یې ړنګ پروت دی او غواړي چې حکومت له ستنولو سره سم ورته مناسب انتظامات وکړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۶م کال د جون میاشتې په منځ کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړي وو چې له کبله یې په لسګونه زره کورنۍ بې کوره کړل شوې وې.

په دې بې کوره کړل شوو کې لوی شمېر د خیبر پښتونخوا نورو سیمو ته او یو شمېر یې د افغانستان خوست ته اوښتې وې. انتظامي چارواکي ادعا کوي‌ چې ۹۵ فیصده کورنۍ یې خپلو سیمو ته ستنې کړې دي.

خو ځايي خلک د حکومت دا ادعا ردوي‌ او وايي‌ چې د دته خېل تحصیل نیمه برخه او شوال تحصیل په مکمله توکه بې کوره کړل شوي وو چې لا هم نه دي ستانه شوي.

د افغانستان په خوست کې د بې کوره کړل شویو وزیرستانیو د مشرتابه کمېټۍ وایي‌ چې لا هم هلته نژدې ۷۰۰۰ کوره مېشتې دي.

XS
SM
MD
LG