د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک: وسله والو د ملیشه ځواک دوه عسکر وژلي او شپږ تنه نور یې ټپي کړي


پر پولیسو د برید یو پخوانی عکس
پر پولیسو د برید یو پخوانی عکس

بنو - د خيبر پښتونخوا د ټانک پولیس او امنیتي چارواکي وايي چې تیره ورځ هلته د وسله والو په دوو بېلا بېلو بریدونو کې دملیشه ځواک دوه سرتیري وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې د ملېشه ځواک دا دوه عسکر له ښاره د خپلې پوستې پر لور روان وو چې وسله والو پرې برید کړی او وژلي یې دي.

د دوي په وینا دا پېښه د ګومل تاڼې په حدودو کې پرته ګوروکۍ مچن خيلو سیمه شوې ده.

د ټانک د پولیسو چارواکو مشال راډیو ته وویل چې په هم دې سیمه کې په یوه بله وسله واله نښته کې يو ولسي وګړی او پنځه پولیس ټپي شوي دي.

د دوي په وینا ، وسله والو د ګومل تاڼې په حدودو کې پرته ګوروکۍ مچن خيلو سیمه کې د پولیسو پر ګشت کوونکو عسکرو برید کړی دی.

دوي وايي چې په دې برید کې وسله والو د پولیسو پر موټر لاسمي بم غورځولی دی چې پکې شپږ پولیس او یو عام وګړی ټپي شوي دي خو په ځوابي ډزو کې برید کوونکی هم وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان ، جنوبي وزیرستان ، ټانک ، ډېره اسماعیل خان او شاوخوا سیمو کې د وسله والو بریدونه او هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

تحریک طالبان پاکستان مرکزي او تحریک طالبان حکیم الله ډلې په شریکه د دې بریدونو زمه واري منلې ده.

د یو شمېر ځايي سیاسي او قبایلي مشرانو ترڅنګ پښتون ژغورنې غورځنګ هم تور پورې کوي چې امنیتي ادارې یو ځل بیا په دې سیمو کې وسله وال راغونډول غواړي خو حکومتي او امنیتي چارواکي دا ردوي.

XS
SM
MD
LG