د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د دته خېلو اوسېدونکي وايي د ړنګ بازار ودانولو لوظ دې پوره کړل شي


د شمالي وزيرستان د دته خېلو بازار ــ د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر ۲۶مه
د شمالي وزيرستان د دته خېلو بازار ــ د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر ۲۶مه

د شمالي وزیرستان د دته خېلو اوسېدونکي له حکومت او ځايي انتظامیې غوښتنه کوي چې د هغوی د ړنګ شوي بازار د بیا رغونې ژمنه دې ژر پوره کړي.

د دته خېلو يو اوسېدونکی او ټولنیز فعال زاکیم خان وزیر د سېپټېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل تمه کوي چې د اتمانزو په جرګه کې ورسره شوې خبرې به تش اعلان نه وي، بلکې د دوی بازار به ژر جوړ شي او د کلونو راهیسې په ټپه ولاړ کاروبار به يې بیا روان شي.

"د دته خېلو بازار لپاره چې کومې ۳۲ میلیونه روپۍ منظورې شوې، تمه کوو چې اعلان به تر کاغذونو محدود نه وي، بلکې ړنګ بازار به ژر جوړ شي."

زاکیم خان زياته کړه، په دغه بازار کې به مخکې د زڼغوزو، لرګیو، کرومايټ په ګډون نور تجارت کېده چې تر ړنګېدو وروسته له کلونو راهیسې بند دی، نو که جوړ شي، د دوی سیمه به پرې اباده شي.

په شمالي وزیرستان کې پوځي چارواکي مېجر جنرل محمد نعیم اختر او د د ضلعې ډپټي کمېشنر شاهد علي خان د سېپټېمبر پر ۲۳مه له اتمانزیو مشرانو سره جرګه کې ویلي ول چې د دته خېلو ړنګ بازار د رغونې لپاره فنډ منظور شوی دی.

د دته خېلو بازار په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو ضد د پاکستاني پوځ عملیاتو پر مهال بشپړ ړنګ شوی وو. د شمالي وزیرستان د میرامشاه او میرلي بازارونو ته هم په هغو عملیاتو کې زيان رسېدلی وو.

په شمالي وزیرستان کې پوځي چارواکو او ځايي انتظامیې مشال راډیو ته ویلي ول چې د دته خېلو لپاره نورې پرمختيايي پروژې یې هم په پام کې دي.

د دته خېلو خدرخېلو اوسېدونکي قابل زمان د سېپټېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د بازار جوړولو لپاره د فنډونو په منظورېدو خوشحاله دی خو د هغه وينا، د دې محرومې او وروسته پاتې سیمې د پرمختګ لپاره دې نور ګامونه هم باید پورته شي. "کومې پیسې چې منظورې شوي نو خوشحاله یو. د سیمې اوسېدونکي د ۷۰ کلونو نه محرومه ساتل شوي، هلته بجلي نشته، نور د ترقۍ کارونه نه دي شوي."

قابل زمان وویل چې د دوی په سیمه کې دې حکومت د سکولونو پر فعالولو کار وکړي او د روغتيا څانګه کې دې سهولتونه ورته برابر کړي. نوموړي زیاته کړه چې د سیمې اوسېدونکي دې هم خپلو کورونو ته ولېږدول شي چې دا ډ،ل هغوی خپل کور کلی اباد کړي.

د شمالي وزیرستان تحصیل دته خېلو اوسېدونکي د وسله والو خلاف د پوځي کارروايي له امله ګاونډي هېواد افغانستان ته کډه شوي ول. ځايي انتظاميه وايي شاوخوا ۱۵،۰۰۰ زره کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته تللي او چې کومې لږ پاته دي، د هغوی هم خپلو کورونو ته ورستنېدل یې روان دي.

د شمالی وزیرستان د دته خېلو بازار
د شمالی وزیرستان د دته خېلو بازار

خو د دته خېلو کډوال وايي چې نیمايي یې بېرته سیمو ته ورستانه شوي، خو نیمايي سیمې لا هم له وسله والو پاکې نه دې ګرځول شوې، نو ځکه اوس هم د زرګونو په شمېر کې کډوال په بنو او نېږدې علاقو کې اوسېږي.

دغه کډوال غوښتنه کوي چې ژر دې خپلو سیمو ته ستانه کړل شي او بنيادي سهولتونه دې ورته برابر کړل شي.

انتظاميه او پوځي چارواکي وايي چې د دته خېلو د کډوالو پر بېرته ستنولو یې کار پیل کړی او سیمې د ژوند قابل ګرځولو عمل باندې هم کار روان دی.

XS
SM
MD
LG