د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې ملایانو پارک ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی


په بنو کې یوشمېر نجونه لوبې کوي - پخوانی انځور.
په بنو کې یوشمېر نجونه لوبې کوي - پخوانی انځور.

د بنو د ملايانو او دیني عالمانو يوې ۳۲ کسيزه کمېټې ويلي چې تر احتجاج وروسته په ښار کې د ښځو او ماشومانو لپاره تفرېحي پارک تړل شوی دی.

د کمېټۍ مشر مشر مولانا عبدالغفار د اګست پر ۲۳مه له نورو ملایانو سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، په دې اړه يې د بنو د پوځي چاوڼۍ او د ضلعي انتظاميې له چارواکو سره خبرې شوي دي او دا چې هغوی ورسره پارک ته د ښځو پر ورتګ پر بندیز سلا شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په بنو ښار کې ګڼو ملایانو او دیني عالمانو پارک ته د ښځو د ورتګ پر ضد مظاهره وکړه.

مولانا عبدالغفار همداراز وويل چې د پارک بندولو لپاره په لاريون کې ورسره د بنو قومي مخور، د بېلابېلو مذهبي سياسي ګوندونو غړي او پلویان شامل ول.

غفار زیاته کړه چې پارک ته د ښځو ورتګ د سیمې د دود خلاف کار دی.

په بنو کې د ښځو لپاره يوازېنی پارک په پوځي چاوڼۍ کې دننه پروت دی. د دې پارک پرضد د بنو او شاوخوا ملايانو تر هغې وروسته د احتجاج غږ پورته کړ چې د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د جوړېدو ورځې په مناسبت ورته زرګونه مېرمنې ورغلې. پر ټولنيزو رسنيو په پارک کې د ښځو عکسونه خپاره شوي چې برقعې یې په سر دي.

د بنو په چاوڼۍ کې یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر ۲۳مه، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل، د ضلعي انتظامیې په غوښتنه یې پارک ته د ښځو د ورتګ اجازه ورکړې وه.

ده وویل، اوس چې ملایانو او د هغوی پلویانو پارک ته د ښځو پر ورتګ اعتراض کړی دی نو دوی هم پرېکړه کړې چې نور به ښځې نه ورپرېږدي.

خو په بنو کې د قانوني چارو پوهه او د ښځو د حقونو فعاله نتاشا سمن وايي، پارک د ښځو پر ورتګ بندیز د پاکستان د ایین او قانون خلاف عمل دی.

نوموړې د اګست پر ۲۳مه مشال راډيو ته وویل چې د هېواد د "ايين ۱۵مه ماده هر يو پاکستاني وګړي ته د تګ او راتګ ازادي ورکوي. هېڅوک حق نه لري چې له يوې ښځې دا ازادي واخلي او که داسې کوي نو د غیر انساني او غیر قانوني عمل مرتکب کېږي."

سمن زیاته کړه چې د پاکستان ایین "دا نه وايي چې سړي سیل کولی خو ښځې یې نه شي کولی."

په همدې حال کې د بنو پارک ته د ښځو پر ورتګ بندیز په اړه پر ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه روان دي. د ټولنیزو شبکو ګڼو کارکوونکو د دې اقدام مخالفت کړی دی خو ځینې یې په حق کې هم دي.

XS
SM
MD
LG