د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د پرلت په ملاتړ په پېښور کې احتجاج شوی


احتجاج کوونکو پر حکومت او پوځ غږ وکړ چې په شمالي وزیرستان کې د روان پرلت ټولې غوښتنې ومني او په شمالي وزیرستان کې د امن پر ځای کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
احتجاج کوونکو پر حکومت او پوځ غږ وکړ چې په شمالي وزیرستان کې د روان پرلت ټولې غوښتنې ومني او په شمالي وزیرستان کې د امن پر ځای کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د خیبر پښتونخوا په مرکز کې مېشتو د وزیرستان خلکو او مدني فعالانو په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو خلاف له روان پرلت سره د پیوستون په غرض په پېښور کې احتجاجي لاریون کړی دی.

دوی د اګست پر پنځمه د پېښور په حیات اباد کې داسې لاریون وکړ چې زده کونکو او عامو خلکو هم پکې په ګڼ شمېر ګډون کړی وو.

احتجاج کوونکو پر حکومت او پوځ غږ وکړ چې په شمالي وزیرستان کې د روان پرلت ټولې غوښتنې ومني او په شمالي وزیرستان کې د امن پر ځای کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د شمالي وزیرستان د صوبايي اسمبلۍ غړي‌ میر کلام وزیر مشال راډیو ته وویل چې که غوښتنې یې ونه منل شوې نو په پېښور کې هم احتجاج پرلت وهي.

ده وویل، "لومړی دغه احتجاج د ميرلي په عیدک سیمه کې وو او اوس په ټول شمالي وزیرستان کې روان دی ، موږ به د پېښور پرېس کلب مخې ته هم احتجاج کوو."

میر کلام وزیر وویل، اوس په شمالي وزیرستان کې ټولې لارې بندې دي او ټول اتمانزی ولس د احتجاج له لارې دا غوښتنه کوي چې په شمالي وزیرستان کې دې امن پر ځای شي.

میر کلام وزیر احتجاج کوونکو ته د وینا پر مهال
میر کلام وزیر احتجاج کوونکو ته د وینا پر مهال

دا په داسې حال کې ده چې په شمالی وزیرستان کې د هدفي بریدونو پرضد د میرلي په ایدکو (عیدکو) او میرامشا کې روان احتجاج اوس د دې ضلعې ټولو برخو ته غځول شوی دی.

د پرلت مشرانو د احتجاج پراخولو پرېکړه تر هغې وروسته کړې وه چې د اګست پر دویمه یې له ځايي‌ انتظامیې سره مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل.

د اتمانزیو د جرګې په غوښتنه د اګست پر درېیمه د شمالی وزیرستان په ميرلي، شوه، سپینوام، ميرامشا، رزمک دېګان، دته خېل او غلام خان کې خلکو احتجاجي ناستې پیل کړې، بازارونه یې وتړل او شمالي وزیرستان ته تلونکې او ورڅخه وتونکې لارې یې د ټرافیک پرمخ وتړلې.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د احتجاج له پیله یې د خبرو اترو یوشمېر پړاوونه ترسره کړي‌ خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

د انتظامیې په وینا،‌ پرلتوالو ته یې د امنیت ټینګولو باور ورکړی دی خو هغوی غوښتنه کوي چې په هدفي بریدونو کې لاس لرونکي دې ونیسي او ورته دې پوخ باور ورکړي چې بیا به په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې نه کېږي.

د ميرلي په عيدک سيمه کې پرلت د جولای پر ۱۴مه د جمعیت علمای اسلام (ف) د دوو سیاستوالانو او دیني عالمانو تر وژنې وروسته پيل شوی وو او د جولای پر ۲۹مه ميرامشا ته هم وغځېد.

پولیس دعوه کوي چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنه کې یې د ککړتیا په تور پینځه کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

خو د اتمانزیو قبیلو تر څار لاندې د روان پرلت مشران د پولیسو له کړنو مطمین نه دي. تر دې مخکې هم په شمالي‌ وزیرستان کې په بیا بیا د هدفي‌ وژنو پرضد احتجاجونه، پرلتونه او لاریونونه شوي‌.

په شمالي‌ وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیله ۳۸ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات قبایلي مشران او فعال ځوانان پکې وژل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

XS
SM
MD
LG