د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د هدفي وژنو ضد پرلت میرامشا ته هم غځول شوی


د جولای ۳۰مه، د پرلت ۱۴مه ورځ ده. دا پرلت د جولايي پر ۱۷مه د شمالي وزیرستان په عیدکو کې پیل شوی وو.
د جولای ۳۰مه، د پرلت ۱۴مه ورځ ده. دا پرلت د جولايي پر ۱۷مه د شمالي وزیرستان په عیدکو کې پیل شوی وو.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو او نورې بدامنۍ پرضد روان پرلت میرامشاه ته هم غځول شوی دی.

د پرلت ګډونوال وايي، په سیمه کې روانې هدفي وژنې نور له زغمه وتلې دي او دوی له حکومت څخه د امن په اړه تړون غواړي.

د پرلت یو مشر عبدالخلیل بېګا مشال راډیو ته وویل، دوی په یوه خوله پرېکړه کړې چې د امنیت تر باوري کېدو به احتجاج جاري ساتي.

"ټول قبایلي مشران، عالمان، بېلا بېل سیاسي ګوندونه، سازمانونه، دا ټول په شریکه راپورته شو چې موږ دا هدفي وژنې نورې نشو زغملای، ټولو په شریکه دا پرېکړه وکړه چې موږ امن غواړو، دا د حکومت فرض دی چې موږ ته امن راکړي او تر څو چې یې د امن راکولو تړون نه وي کړی نو دا احتجاج به روان وي."


دا پرلت د جولايي پر ۱۷مه د شمالي وزیرستان په عیدکو کې پیل شوی وو. تر دې وړاندې د جولايي پر ۱۴مه وسله والو د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال قاري سمیع الدین او د ګوند یو بل غړی قاري نعمان ووژل.

د دې وژنو پرضد جمعیت علمای اسلام (ف) د جولای پر ۲۴مه د خيبر پښتونوخوا په بېلا بېلو سيمو کې احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.

په شمالي وزیرستان کې روان کال د هدفي بریدونو ۳۸ پیښې شوي چې پکې د ځايي مشرانو او ځوانانو په ګډون امنیتي سرتېري هم په نښه شوي دي.

د شمالي وزیرستان خلکو پېښور کې پرلت وهلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان وايي چې انتظامي چارواکي له لومړۍ ورځې راهیسې له پرلتوالو سره په خبرو بوخت دي او د امنیت باوري کولو لپاره پولیس او امنیتي ادارې خپلې هڅې کوي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، په هغه ضلع کې یې د وسله والو ډلو او هدفي بریدګرو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان پوځ د جولای پر ۲۲مه په شمالي وزیرستان کې د جلا، جلا عملیاتو پر مهال د درو مشکوکو وسله والو د وژنې او د درو نورو د نیولو دعوه کړې وه.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ايي اېس پي ار) پر هغه ورځ ویلي ول چې په عملیاتو کې وژل شوي او ګرفتار وسله وال د حافظ ګل بهادر ډلې غړي ول. خو هغې وسله والې ډلې د پوځ د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG