د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې يو بل ځوان په هدفي برید کې وژل شوی دی


په شمالي وزيرستان کې په پېره ولاړ يو پاکستانی پوځي (انځور له ارشيفه)
په شمالي وزيرستان کې په پېره ولاړ يو پاکستانی پوځي (انځور له ارشيفه)

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي په ميرعلي کې په يو هدفي برید کې يو تن وژل شوی او بریدګر په تېښته بریالي‌شوي دي.

د میرعلي پولیس تاڼې چارواکو مشال راډيو ته په ورکړو معلوماتو کې ويلي چې د سيپتمبر په شلمه، د ميرعلي په حيدرخېل بابرخېل سيمه کې د شپې مخ پټو وسله والو ډزې وکړي او د مرسلين په نامه يو ځوان یې وواژه.

پولیس وايي برید کوونکي معلوم نه دي او تښتيدلي نو ځکه یې د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده. پوليس وايي د وژل شوي ځوان ترور، چې کله دا وژنه یې په خپلو سترګو ولېده، ځای پر ځای یې د زړه د حرکت بندیدو له وجې ساه ورکړه.

دا په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې نهم دېرشم هدفي برید دی. په دغو بریدونو کې تر ۵۰ زیات ځايي مشران، مخور، سیاستوالان، ځايي ځوانان، دیني عالمان او امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

په همدې حال کې د اتمانزو قام هغه پرلت لا هم روان دی چې دوی د هدفي‌وژنو پر ضد د جولايي له ۱۷مې نېټې څخه پيل کړی دی. حکومتي چارواکو د سيپتمبر په شلمه له دې مظاهره چيانو سره بیا مذاکرات کړي دي خو د پرلتوالو په وينا تر هغې پرلت نه ختموي تر څو ورته د امنيت ډاډ نه وې ورکړل شوی.

دا پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې وسله والو د جولای پر ۱۴مه په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند دوه سیاستوالان او دیني عالمان قاري سمیع الدین او قاري نعمان ووژل.

پرلتوال په سیمه کې د امنیت پوخ ډاډ، په پوځي کارروايي کې ځايي دوکاندارانو ته د اوښتي زیان معاوضه، تر څو کلونو پورې د وزیرستان سیمه د ټيکس فري زون ګرځولو او کسټم عمله له غلام خانه میرلي کجورۍ ته د بدلولو غوښتنې لري.

شمالي وزیرستان د خیبر پښتونخوا يوازينۍ سيمه نه ده چې خلک پکې له بې امنۍ شکایت کوي. په تېرو دوو مياشتو کې په باجوړ، دير، خیبر، سوات، مومند، پېښور او کورمه کې هم د وسله والو د ممکنه منظميدو مخنيوي لپاره مظاهرې او جرګې شوې دي. دوی له حکومته غوښتنه لري چې په قبايلي سيمو کې دې وسله وال بیا پښو ټينګولو ته نه پريږدي.

په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر میجر جنرال محمد نعیم اختر مشال راډيو ته ويلي چې د امنيت لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستي او خلک دې اندېښنې نه کوي. هغه د سيپتمبر په ۲۰مه د اتمانزو د احتجاج په اړه وويل چې دغو خلکو سره یې دوه پړاوه مذاکرات کړي او کوښښ چې يوې نتيجې ته ورسيږي. هغه وويل چې امنيتي ادارې د سیمې امن ټينګ ساتلو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG