شاهين بونيری د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان په اړه بېلابېل راپورونه جوړوي. دی د "کرښې پر غاړه" خپرونې کوربه دی چې پکې په پښتنو سیمو کې پر بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي موضوعاتو خبرې کېږي. د خپرونې تازه او پخوانۍ برخې دلته اورېدای شئ.
د چاپېریال ساتنې چارو پوهان وايي، پاکستان چې کومې ژمنې کړې دي، د دې هدف ترلاسه کولو لپاره په پالیسۍ او د وسیلو د استعمال په طریقه کار کې لویو بدلونونو ته اړتیا ده.
د سوشل ویلفیر څانګې ډپټي ډایریکټر خالد خان د نومبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې نوي مرکزونه به د خیبر پښتونخوا په کوز دیر ، شانګله ، بونېر، ډیره اسماعیل خان ، صوابۍ او نوښار ضلعو کې پرانیزي
نوموړی د اکتوبر پر ۷مه په پېښور کې د صوبايي کابینې د غونډې وروسته په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې د صوبې په لویو ۱۰ ښارونو کې به داسې ادارې جوړوي چې د ناقانونه ابادیو پرضد کاروایي کولای شي.
د پېښور چټک بس د پروژې چارواکي تورونه ردوي او وايي مالي تاوانونه د بدانتظامۍ له کبله نه بلکه د کورونا وایرس وبا د مخنیوي لپاره د بندیزونو یا محدودیتونو له وجې شوي.
د فاټا تحفظ مومنټ یو مشر سردار اصغر اپرېدی وايي، له پاکستان سره د قبایلي سیمو الحاق شوی وو خو اوس یې په غیر اییني انظمام د دوی آزاد حثیت ورختم کړ.
فراز د اګست پر ۱۰مه په قامي اسمبلۍ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي زیاته کړی ده چې د پاکستان د اوبو د وسیلو څېړنیز مرکز په ۲۹ ښارونو کې د ځمکلاندی اوبو معاینه کړې ده
دوی له حکومته په سیمه کې د امنیت یقیني کولو او د امنیتي ځواکونو له خوا په کورونو د چاپو مخنیوي غوښتنه کوله.
نوموړی د اګست پر څلورمه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، داسې یوه ورځ نه تیرېږي چې هغه ته ګواښونه نه کېږي.
دا خبره د مخابراتو ادارې د جولای پر ۲۱مه په بیان کې کړې. تر دې مخکې د مخابراتو ادارې د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې هم پر چینايي ایپ ټېک ټاک بندیز لګولی وو خو تر یوې مودې وروسته یې بیا پرانیست.
د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات پر داسې مهال ترینګلي شوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او او افغان حکومت تور پورې کوي چې پاکستان د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي خو پاکستان دا نه مني.
ادارې د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته په رالیږلي یو بیان کې ویلي چې په دې کې د چارسدې، ډیره اسماعیل خان، شانګلې، بر دیر، کوز دیر، نوښار، سوات، برچترال او کوز چترال شامل دي.
د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د منصوبه بندۍ او پرمختیا کمیټۍ مشر او له خیبره د واکمن تحریک انصاف غړي محمد شفیق وویل چې په قبایلي ضلعو کې د پرمختیايي کارونو لپاره ۵۴ اربه روپۍ کیښودل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۰ز کال لپاره په خپله صنعتي پالیسۍ کې ویلي دي، چې په نویو اقتصادي زونونو کې به سرمایه کارانو ته په رعایتي بیه ځمکه او د صنعتونو چلولو لپاره اسانتیاوې ورکوي.
په خیبر پښتونخوا کې د اوبو لویه سرچینه د ایمالونو ویلي کیدل او بارانونه دي چې خلک یې بیا د سیندونو، کوهیانو او تالابونو په شکل کې په کار راولي. خو د ماحولیاتو د چارو پوهان وايي، د ځنګلونو د بې دریغه پرې کولو او بغیر د منصوبه بندۍ د تعمیرونو ودرولو په نتیجه کې د اوبو دغه سرچینې ډېرې اغیزمنې شوي دي.
د قبایلي ضلعو په خییر پښتونخوا د ورګډیدو باوجود اوس دغلته ځینې داسې رسمونه رواجونه دي چې د ښځو حقونه د پښو لاندې کوي. په دې کې د «غږ» دود هم چې د ښځو ژوند یې له ستونځو سره مخ کړې دې. د خییر پښتونخوا اسمبلۍ په دغه اړه قانون سازي کړې ده او دا یې یو جرم ګرځولې دې خو بیا هم وخت په وخت د غږ په نوم د ښځو
د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د پوهنتونونو وایس چانسلرانو ته د اصلاحاتو عملي کولو ویلي. د مې پر ۱۸مه په یوه حکومتي بیان کې ویل شوي چې ګورنر د مالي ستونزو د هواري لپاره له
چارواکي او ځايي خلک وايي، د پالنګ درې په غرییزه سیمه کې د مې پر ۲۰مه د لګېدلي اور د وژلو هڅې کوي، خو د هېلېکاپټرو او نورو اسانتیاو نشتوالي له کبله لا په دغه کار کې بریالي شوي نه دي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې محسن داوړ وویل چې سیمه یوځل بیا د بېکرارۍ لور ته روانه ده، خو دوی ته په پارلیمان کې په دغه موضوع د خبرو موقعه نه ورکول کېږي.
نور وښیئ