د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور چټک بس پروژه تاواني شوې


د پېښور چټک بس پروژه په ۲۰۱۷ز کال کې پیل او په ۲۰۲۰ز کال کې بشپړه شوه - انځور له ارشیفه
د پېښور چټک بس پروژه په ۲۰۱۷ز کال کې پیل او په ۲۰۲۰ز کال کې بشپړه شوه - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا خلکو ته د سفر د اسانتیاوو ورکولو لپاره تېر کال د اګست پر ۱۴مه نېټه د پېښور د چټک بس سروس د منصوبې پرانیسته وکړه. حکومتي چارواکو هغه مهال اندازه لګولې وه چې په دې بسونو کې به هره ورځ ۳۶۰،۰۰۰ کسان سفر کوي خو یو کال وروسته شمېرې ښيي چې هره ورځ شاوخوا ۱۷۰،۰۰۰ کسان دا بسونه کاروي. سرکاري اسناد ښايي چې په ۲۰۲۰-۲۱ کال کې دا پروژه د ۱،۸ اربه روپیو له تاوان سره مخامخ ده.

په دې اړه په پېښور کې د جنګ ورځپاڼې مدیر ارشد عزیز ملک د سېپټېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، څو ځله یې له اړوندو سرکاري ادارو څخه د منصوبې په اړه مالومات وغوښتل، خو چا ورته ځواب ور نه کړ.

نوموړی وايي، اوس یې خپله داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي دا منصوبه د لویو مالي تاوانونو سره مخامخ ده. "تېر کال له سرکاري شمېرو سره سم، حکومت دوی ته یو ارب او اته اتیا کروړه روپۍ د [رعایت] په توګه ورکړې دي. روان کال بیا حکومت د دوی لپاره په بودیجه کې دوه اربه اتیا کروړه روپۍ ایښې دي بلکې دوی ته یې ورکړې دي. تېر کال زما حساب دا دی چې دوی د ټېکېټونو په مد کې ۳۹ کروړه روپۍ تر لاسه کړي دي."

ملک وايي، د پروژې ټول مالي تاوانونه صوبايي حکومت پوره کوي او وجه یې دا ښيي چې ولس ته په ارزانه بیه ټېکېټونه ورکول غواړي.

صوبايي حکومت وايي، د تاوان لامل د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي لپاره لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه دي.

هلته په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک وايي، دا منصوبه له پیل راهیسې د بدانتظامۍ ښکار ده، او د مالي تاوانونو سره سره یې د ښار ښایست او جوړښت ته هم زیان رسولې دی.

نوموړی وايي، پېښور هايي کورټ د احتساب قامي ادارې ته په دې اړه د پلټنو ویلي ول، خو د پاکستان سپریم کورټ روان کال د فېبرورۍ پر دویمه د های کورټ حکم یو خوا ته کښېښود او په دې اړه یې د پلټنو نه کولو حکم جاري کړ. "دا خو ښکاره خبره ده چې دا منصوبه به تاواني وي. چې داسې منصوبې پیلېږي نو حکومت [یې ارزوي]. که په ډیزاین کې بدلون راځي نو هم له اړوندو ادارو منظوري اخیستل کېږي. له بده مرغه د احتساب اداره تپوس، پوښتنه نه کوي. دوی وايي، دوی د بدعنوانۍ خلاف دي خو چې کله خلکو په عدالت کې په دغه اړه د پلټنو لپاره خواست وکړ نو حکومت د هغې خلاف عدالت ته لاړ. پرېږدئ که تاسو بدعنواني نه ده کړې نو پته به یې ولګي."

زموږه اندازه وه چې هره ورځ به ۳۶۰،۰۰۰ خلک په بسونو کې سفر کوي خو هغه د معمول د حالاتو اندازه وه. اوس هم هره ورځ خواوشا ۱۷۰،۰۰۰ کسان دا بسونه کاروي.
محمد عمیر خان

خو د پېښور چټک بس د پروژې چارواکي دا تورونه ردوي او وايي مالي تاوانونه د بدانتظامۍ له کبله نه بلکې د کورونا وایرس وبا د مخنیوي لپاره د بندیزونو یا محدودیتونو له وجې شوي.

د ادارې ویاند محمد عمیر خان وايي، د نړۍ د نورو ښارونو په شان د پېښور د چټک بس پروژه هم له تاوانونو سره مخامخ شوې، خو د منصوبې هدف مالي ګټه نه بلکې ولس ته اسانتیاو ورکول دي. "د کورونا وایرس وبا له کبله د بې یقینۍ صورتحال دی. زموږه اندازه وه چې هره ورځ به ۳۶۰،۰۰۰ خلک په بسونو کې سفر کوي خو هغه د معمول د حالاتو اندازه وه. اوس هم هره ورځ خواوشا ۱۷۰،۰۰۰ کسان دا بسونه کاروي. د ګټې او خرڅ [ترمنځ] فرق حکومت پوره کوي ځکه چې د کورونا وایرس وبايي صورتحال بې باوره دی. اوس هم زموږ پر درو پارکېنګ پلازو کار روان دی او دوه سړکونه هم جوړوو. بې شکه د دې پروژې مرام مالي ګټه نه، بلکې د ولس خدمت دی."

د پېښور د چټک بس پر پروژه په ۲۰۱۷ز کال کې د پخواني وزیراعلا پروېز خټک په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې لاس پورې شوی وو چې تېر کال یې پرانیسته هم وشوه.

د چارواکو په وینا، اوس هم له دې منصوبې سره د تړلیو درو پلازو او ځینو لارو د جوړولو چارې روانې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG