د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: حکومت مخالف سياستوال د خپلو حلقو د پرمختیايي کارونو لپاره پیسې غواړي


د خیبر پښتونخوا حکومت د نوي مالي کال په بجټ کې چې حجم یې ۱۱۱۸ اربه روپۍ دی، ۳۷۱ اربه روپۍ د پرمختیايي کارونو لپاره بیلې کړې دي.

د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د منصوبه بندۍ او پرمختیا کمېټۍ مشر او له خیبره د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف غړي محمد شفیق وویل،"په بجټ کې د قبایلي ضلعو د پرمختیا لپاره ۵۴ بیلیونه روپۍ ایښودل شوي دي. په دې کې ۲۴ بېلیونه روپۍ د کلني پرمختیايي پروګرام او ۳۰ اربه روپۍ نورې بیلې کړل شوي دي. موږ دا منو چې دا پیسې پوره نه دي خو له موږ سره چې نورو صوبو په قامي مالیاتي کمېشن کې د ۱۰۰ اربه روپیو لوظ کړی و، هغوی خپله وعده نه ده پوره کړې."

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشران وايي، دوی له تېرو څو کلونو راهیسې د پرمختیايي کارونو لپاره له حکومتي پیسو بې برخې دي او صوبايي حکومت له مرکزه د بجلۍ د خالصې ګټې او فیډرل ایکسایز ډیوټۍ په ترلاسه کولو کې هم پاتې راغلی.

په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردارحسین بابک وايي، حکومت سره د سرکاري ملازمینو د تنخواګانو روپۍ نشته، نو پرمختیايي کارونه به څنګه سر ته رسوي؟

نوموړی وايي: "د حکومت خو یوازې قرضې ۳۰۰ اربه روپو ته رسېدلي دي او مرکزي حکومت ورله یوه پیسه هم نه ورکوي. دوی په بجټ کې دعوه کوي چې د سړکونو جوړولو لپاره یې بجټ ۵۷ فیصده ډېر کړی دی خو ریښتیا دا دي چې زموږ د دوو یا درو کروړو روپو پرمختیاي پروژې منظوري شوي خو دوی بجټ نه جاري کوي. لویه پروژه خو یې یوه هم سر ته نه ده رسولې او د بجلۍ د خالصې ګټې او نورو ټیکسونو په بیلیونونو روپۍ زموږ له مرکز سره پاتې دي خو موږ چیرته ونه لیدل چې حکومت دغه معامله د شریکو ګټو په کونسل (سي سي ای) کې را اوچته کړې ده."

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د جون پر ۱۵مه د کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي وو چې مرکز صوبې ته د بجلۍ د خالصې منافعې په ورکولو رضا شوی دی. د یوې اندازې تر مخه له تیرو څو کلونو راهیسې پاتې دا پیسې د ۶۰۰ اربه روپو نه اوړېدلې دي.

له وزیرستانه د پرمختیايي چارو یو پوه نظام داوړ وايي، سره له دې چې په قبایلي ضلعو کې د تعلیم او روغتیا چوکاټ ختم شوی خو تر اوسه مرکزي حکومت د قبایلي ضلعو لپاره په قامي مالیاتي کمېشن کې د خپلې برخې ۱۰۰ اربه روپۍ هم نه دې ورکړې.

نوموړی زیاتوي چې په قبایلي ضلعو کې د تعلیم، روغتیا او سړکونو د نظام جوړولو لپاره ډېرې پانګې ته اړتیا لري.

د خیبر پښتونخوا د بجټ د دستاویز ترمخه، حکومت د نوي مالي کال په بجټ کې، د روغتیا لپاره ۱۴۲ ، د تعلیم لپاره ۲۰۶، د بلدیاتو لپاره ۴۵، د لوبو او سېلګرۍ لپاره ۲۱ او د قبایلي ضلعو د پرمختیا لپاره ۳۷۱ بیلیونه روپۍ بیلې کړي دي.

XS
SM
MD
LG