د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پشکال بارانونه: د خیبر پښتونخوا حکومت نهه ضلعې حساسې وګرځولې


د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې "پي ډي اېم اې" د پشکال د را روانو بارانونو له کبله د صوبې نهه ضلعې حساسې ګرځولې دي.

یادې ادارې د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته په رالیږلي یو بیان کې ویلي چې په دې کې چارسده، ډیره اسماعیل خان، شانګله، بر دیر، کوز دیر، نوښار، سوات، بر چترال او کوز چترال شامل دي.

پي ډي اېم اې زیاته کړې ده چې له افتونو نه د خوندي پاتې کېدو لپاره یې د صوبې په اوو ځایونو کې د سیلابونو د راتګ په اړه د خبرداري نظام هم پر ځای کړی دی.

بلخوا د نوښار، صوابۍ او مردان ډېری کرونده ګر وايي، توپاني بارانونو او ږلۍ د دوی د تمباکو فصل او د مېوو باغونو ته زیان رسولی دی، خو تراوسه د صوبايي حکومت او پي ډي اېم ای له خوا د دغې سروې هم نه ده شوې.

په مردان کې د تمباکو یو کرونده ګر سیدعالم مشال راډیو ته وویل، د فصل خرابېدو له کبله له لوی مالي تاوان سره مخامخ شوی دی.

"په دې کې دوه خبرې وې، یوه خو دا چې ږلۍ په بوټي کې خرابه شي او بله دا چې دا د تمباکو پاڼه ووهي او بیا یې په بټۍ کې پخوې نو سوځوي یې. د تمباکو نه علاوه زموږ د خټکو، هندواڼو او سټرابیري باغونو ته هم ډېر زیان رسېدلی دی. ستونزه دا ده چې پاکستان زرعي ملک دی خو له کرونده ګرو سره د حکومت له خوا هېڅ قسمه مرسته نه کېږي او بس د الله اسرې ته ناست يو."

په خېبر پښتونخوا کې ږلۍ او بارانونو ګڼ فصلونه زیانمن کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:03 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۱۸مه، د نوي مالي کال ۲۰۲۱ـ ۲۰۲۲ لپاره د صوبې بودیجه هم اسمبلۍ ته وړاندې کړې ده.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک وايي، پکار وه چې حکومت د اغېزمنو شویو کرونده ګرو لپاره په بجټ کې بیلې پیسې ایښې وای خو داسې ونشول.

نوموړی وايي چې څو ورځې وړاندې بارانونو او ږلۍ د تمباکو فصل برباد کړ او کرونده ګر یې له مالي تاوان سره مخامخ کړل خو حکومت تر اوسه د تاوانونو تخمینه هم نه ده لګولې.

د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د ضلعي انتظامیې په مرسته به په اغېزمنو شویو سیمو کې په سروې لاس پورې کوي او په را روانو وختونو کې يې د افتونو پر مهال د خلکو مرستو لپاره په جلوزو کې یو مرکز هم پرانيستی دی چې خوراکي اجناس او د ضرورت شیان یې پکې خوندي کړي دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې له صوابۍ د صوبايي اسمبلۍ غړي او د وزیر اعلا سلاکار عبدالکریم خان وايي چې په دغه اړه یې د تمباکو د بورډ او صوبايي حکومت سره خبرې کړي دي.

"د تمباکو بورډ او د پي ډي اېم اې له چارواکیو سره په دغه اړه غونډه شوې ده. تمباکو بورډ ته ویل شوي چې د کرونده ګرو قرضې معاف کړي او د را روانو وختونو لپاره ورته په اسانو شرطونو قرضې ورکړي. دغه شان پي ډي اېم اې ته هم هدایات شوي چې د تاوانونو تخمینه ولګوي او خلکو ته معاوضې ورکړي."

عبدالکریم خان په اغېزمنو شویو ضلعو کې، پر کرونده ګرو غږ وکړ چې د ضلعي انتظامیې له لارې پي ډي اېم اې ته درخواستونه ورکړي چې مرستې ورسره وشي.

په صوبه کې د قدرتي افتونو د نظم اداره وايي، د ۲۰۲۱ز کال لپاره د قدرتي افتونو په اړه په بېړني پلان کې یې د تېرو کلونو تجربې په پام کې ساتلې دي او ضلعي انتظامیې ته یې په دغه اړه اړینې مالي پانګې هم ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG