د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د چاپیریال ساتنې نړیوال کنفرانس کې څه ژمنې وکړې؟


د امریکا ولسمشر جو بایډن د نومبر پر دویمه نیټه کانفرانس ته په وینا کې ویل چې د ماحولیاتي بدلونونو له کبله د انسانانو ژوند له خطر سره مخ دی

د ملګرو ملتونو له خوا د سکاټ لینډ په ګلاسګو کې د چاپیریال په اړه نړیوال کنفرانس د نومبر پر ۱۲مه په داسې حال کې سر ته ورسید چې د شاوخوا ۲۰۰ هیوادونو استازو پکې ګډون کړی وو.

د کنفرانس ګډونوالو تر ۲۰۳۰ م کاله د تودوخي کچه یو اعشاریه پینځه فیصده ته د راټیټولو لپاره د یو پلان پر جوړولو بحثونه وکړل.

دا کنفرانس په داسې حال کې ترسره شو چې په نړۍ کې د ماحولیاتي بدلون او خیچنوالي له کبله د واورو ایمالونه په ویلي کیدو دي او د بې ترتیبه بارانونو له کبله د خلکو ژوند، فصلونو او کورونو ته زیان رسیدلی دی او په ځینو سیمو کې د وچکالۍ له کبله خلک بیکورۍ ته اړ شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د نومبر پر دویمه نیټه کنفرانس ته په وینا کې ویل چې د ماحولیاتي بدلونونو له کبله د انسانانو ژوند له خطر سره مخ دی او باید په دغه اړه زر تر زره په شریکه ګامونه پورته کړل شي.

ده وویل، "دا زموږ د ټولنیز ژوند یوه ننګونه ده، موږ خبر یو چې انساني وجود له خطر سره مخ دی او هره ورځ چې موږ له ځنډه کار اخلو د دې اغیز ډیریږي."

ولسمشر بایډن زیاته کړه چې "باید هم دلته په ګلاسګو کې د تاریخ اواز ته ځواب ووایو."

د ده په وینا، دا باید د یو داسې لسیزې پیل وي چې بدلون راوړي.

نوموړي وویل، "چې موږ خپله نړۍ خوندي کړو او هر چیرته د خلکو ژوند او د هغې معیار پورته کړو، موږ که وغواړو نو دا کولای شو ، نو راځۍ چې په کار لاس پوری کړو."

د چاپیریال په اړه د نړیوال کنفرانس په لومړۍ اونۍ کې د بیلا بیلو هیوادونو له خوا د دې ژمنې څرګندونه وشوه چې تر ۲۰۳۰م کاله به د میتهین په ګډون د زهرجنو ګیسونو اخراج ۳۰ فیصده راټیټوي او د ځنګلونو وهلو لړۍ به په بیرته بوځي.

د چاپیریال ساتنې په اړه د پاکستاني وزیراعظم عمران خان سلاکار ملک امین اسلم کنفرانس ته د وینا پر مهال ژمنه وکړه چې هیواد به یې تر ۲۰۳۰ م کاله د زهرجنو ګیسونو اخراج ۵۰ فیصده راکموي او ۶۰ فیصده بجلي به له بیا تولیدونکي انرجۍ نه پیدا کوي.

خو په پیښور پوهنتون کې د چاپیریال ساتنې د مطالعاتو څانګې استاد ډاکټر اصف خټک وايي د دې هدف ترلاسه کولو لپاره په پالیسۍ او د وسیلو د استعمال په طریقه کار کې لویو بدلونونو ته اړتیا ده.

د چاپیریال ساتنې فعالانو د کانفرانس د ژمنو هرکلی کړی دی خو په دغه اړه یې د لا ډیرې همکارۍ او بیدارۍ ډیرولو او ماحول دوسته پرمختیايي پروژو لپاره د مالي پنګو پر رایو ځای کولو زور ورکړی دی.

په سوات کې د چاپیریال ساتنې د ادارې مشر وهاب خان وايي چې په خیبر پښتونخوا کې د ځنګلونو د پرې کولو او زرعي مځکو د ابادۍ له کبله چاپیریال اغیزمن شوی دی.

نوموړي وویل چې په سیمه کې ځنګلونو ته دومره ډیر تاوان رسیدلی دی چې د بیا ژوندي کولو لپاره به ډیر کار او وسیلو ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې امریکا ، چین ، اروپايي ټولنه او هند د نړۍ په هغه هیوادونو کې شمیرل کیږي چې صنعتونه یې په فضا کې تر ټولو ډیر زهرجن ګیسونه پریږدي.

چین او امریکا د ۲۰۲۱م کال په اپریل میاشت کې د چاپیریال د بحران هواري لپاره په شریکه د کار کولو اعلان کړی دی.

بل خوا د چین او روسیې مشرانو په دې کانفرانس کې پخپله برخه نه ده اخیستې خو خپل پیغامونه یې د لیک او ویډیو له لارې د کنفرانس له ګډونوالو سره شریک کړي دي.

تبصرې وګورئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG