د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت دې د نویو پرځای مخکینی صنعتي زونونه ښه کړي: چیمبر اف کامرس


پښتونخوا حکومت اقتصادي او صنعتي مرکزونه جوړوي
پښتونخوا حکومت اقتصادي او صنعتي مرکزونه جوړوي

په رشکۍ، مومندو، غازي، دربند، بونیر، سوات او د پېښور په شاکڅ سیمه کې د نویو اقتصادي زونونو د پرانستلو په اړه د خیبر پښتونخوا د صنعت او سوداګرۍ خونې مشران وايي، حکومت دې د نوې پالیسۍ پرځای د ۲۰۱۶ز کال صنعتي پالیسي عملي کړي.

د چیمبر پخواني مشر او صنعتکار فیض محمد فیضي د جون پر۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه خو دوی د رشکۍ په اقتصادي زون کې بنیادي ډانچه هم نه ده درولې.

"له ټولو وړاندې دوی پلان کړی دی چې د رشکۍ اقتصادي زون کار پیل کړي خو په دې تېرو درېوو څلورو کالونو کې دغلته بنیادي ډهانچه هم لا نه ده جوړه کړل شوی. بل دا چې د پلاټ قیمت پکې یو نیم لکه ډالر دی، او د مشینرۍ او خام مال په راوړلو نور خرڅ هم راځي، نو ډېر خلک دومره سرمایه نشي برابرولی. دویم دا چې ګیس او بجلي ګرانه ده، نو باید چې په دغه اړه اسانتیاوې ورکړل شي او درېیم دا چې زموږ ټول کاروبار له افغانستان سره تړلی دی او مسله دا ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښه نه دي او ټیکسونه ډېر دي. که له افغانستان سره تجارت وده وکړي نو د صوبې صنعتونه به هم پرمخ لاړ شي."

د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۱۶ز کال لپاره په خپله صنعتي پالیسۍ کې ویلي دي، چې په نویو اقتصادي زونونو کې به سرمایه کارانو ته په رعایتي بیه ځمکه او د صنعتونو چلولو لپاره اسانتیاوې ورکوي.

په اسلام اباد کې د مرکزي اسیا د سیمه ایزه همکارۍ د مطالعاتو د مرکز څیړنکار ډاکټر غلام صمد وايي،"ستونزه دا ده چې دا صنعتي زونونه د سیمې اقتصادي صلاحیت او ضرورتونو پر ځای په سیاسي بنیادونو منظور شوي دي چې له کبله يې په صوبه کې د صنعتي پرمختګ مزل اغیزمن کېدای شي."

نوموړی زیاتوي، باید حکومت د ګدون صنعتي زون بیا راژوندی کړي." لومړۍ ستونزه داده چې دا صنعتي زونونه په سیاسي بنیادونو جوړ شوي دي، دویمه لوی ستونزه د مرکزي او صوبايي حکومت تر منځ د همکارۍ ده، ځکه چې د یو صنعت د پرانستلو لپاره به خواوشا ۲۳ ادارو نه تیرېدل دي چې ستونزمن کار دی. د ګدون صنعتي زون خو ځکه ناکامه شو چې د پنجاب لویو صنعتکارانو مراعات په ګدون کې اخېستل او کارخانې یې په پنجاب کې پرانېستلې."


خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د صوبې صنعتي پرمختیا يې مرام دی او د دغې لپاره به د صنعتکارانو په مرسته خپلې هلې ځلې پر مخ وړي.

د صنعتونو او کاروبار لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا سلاکار عبدالکریم خان وايي،د رشکۍ د اقتصادي زون پرانسته شوې ده او په نورو کار روان دی.

نوموړي زیاته کړه،"د دسمبر په میاشت کې به د ۲۴۲ میلیونه ډالره په خرڅ لومړی کارخانه کار پیل کړي. په خطار کې د ترکیې یوه کمپني ۵۰۰ میلیونه ډالره سرمایه کارۍ ته اماده شوې ده، په ډیره اسماعیل خان کې په صنعتي زون کار روان دی او د اوبو او بجلۍ په صنعتونو کې راسره هم سرمایه کاري روانه ده. په جلوزو او بنو کې موږ د وړو صنعتونو د ودې لپاره په صنعتي پروژو لاس پورې کړی دی."

د خیبر پښتونخوا حکومت د اقتصادي پالیسۍ له مخه په صوبه کې ټول ۱۰۹۶ صنعتي یونټونه دي چې ۹۸۶ په کې تړلې پراته دي.

د سرکاري شمېرو تر مخه په دې صنعتونو کې ټول ۵۶۴۳۹ کسان روزګارونه کوي چې ۷۴۴۲ یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG