د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیتي ادارې زموږ د مشرانو ساتنه کې پاتې راغلي: عوامي نېشنل ګوند


د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر ايمل ولي خان. انځور - ارشیف
د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر ايمل ولي خان. انځور - ارشیف

عوامي نېشنل ګوند وايي، د پاکستان امنیتي ادارې، د هغوی د ګوند د مشرانو په ساتنه کې پاتې راغلي او سختدریځې ډلې هغوی ته ګواښونه کوي.

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ايمل ولي خان دا هم وايي چې له دړکو او ګواښونو سره مخ دی. نوموړي د اګست پر څلورمه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، داسې یوه ورځ نه تېرېږي چې هغه ته ګواښونه نه کېږي.

نوموړی وايي، د هغوی د ګوند پر مشرانو بریدونه ترسره شوي او هغه هم د سخت دریځو لخوا ګواښل کېږي.
د اګست پر شپږمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند ستر سکرتر سردار حسېن بابک وویل، ریاست د هغوی د ګوند مشرانو او غړو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلی دی.

بابک زیاته کړه:"دړکې روانې دي، ټېلیفونونه هم کېږي. عبيدالله کاسي صیب له اغوا کېدو وروسته ووژل شو او په مالاکنډ کې پر رازق جان اېډوکېټ برید وشو. موږ خو داسې خلک یو چې د یوې یوې جلسې څخه مو ۶۰ مړي اوچت کړي دي خو د امن خبره مو نه ده پرېښې. موږ نه پوهېږو چې حکومت د ولس ملګری دی او که د ترهګرو؟ د ولس خو غوښتنه داده چې له ګاونډي سره دې د ورورولۍ اړیکې وي او جنګونه و فسادونه دې نه وي."

په پېښور کې د باچاخان مرکز د شمېرو تر مخه له ۲۰۰۵ز کال راهیسې د عوامي نېشنل ګوند شاوخوا ۱۰۰۰ غړي او مشران په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي. په دوی کې د ډېرو بریدونو ذمه واري وسله والو طالبانو منلې ده.

ایا په بلوچستان کې د ګوند د یو مشر عبیدالله کاسي وژنه او په مالاکنډ کې د ګوند پر یو مقامي مشر رازق جان اېډوکېټ وسله وال برید، پر عوامي نېشنل ګوند د بریدونو یو بل پړاو دی؟

په دې اړه په پېښور کې میشت خبریال او د انګریزي ژبې ډان ورځپاڼې ایډیټر اسماعیل خان وایي، په دې کې هېڅ شک نشته چې په سیمه کې د امنیت وضع یو ځل بیا په خرابېدو ده او هدفي بریدونه کېږي خو د عوامي نېشنل ګوند پر غړو د وروستیو بریدونو خو نه چا ذمه واري قبوله کړې ده او نه هم داسې څه ثبوتونه شته چې ګنې عوامي نېشنل ګوند یو ځل بیا د وسله والو ډلو پر نښه دی.

نوموړي زیاته کړه:"د شمېرو تر مخه سږ کال په ترهګرو بریدونو کې ۱۳ فیصده زياتوالی راغلی دی. په ځانګړې توګه له تیرې یوې نیمې میاشتې څخه بریدونه لا ډېر شوي دي. په خیبر کې پرله پسې بریدونه وشو. په شمالي وزیرستان کې خو د بدامنۍ پېښې رامنځ ته کېدې خو اوس په جنوبي وزیرستان کې هم بریدونه ترسره کېږي. نو له هغې څخه داسې مالومېږي چې حالات د خرابۍ لور ته روان دي."

عوامي نېشنل ګوند د اګست پر شپږمه په یو بیان کې ویلي چې که ریاست د دوی د غړیو حفاظت نه شي کولای، نو دوی به بیا خپل بندوبست کوي.

په عین حال کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو، هغه تورونه رد کړي دي چې ګنې د عبیدالله کاسي په وژنه کې ریاستي ادارې ککړې دي.

نوموړي د اګست پر پينځمه په کچلاغ کې د عبیدالله کاسي د جنازې تر مراسمو وروسته مشال راډیو ته وویل، اغوا کار به ژر معلوم کړي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

د عبیدالله کاسي د وژنې پرضد د کوټې په ګډون ګڼو ښارونو کې هړتال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:15 0:00

په خیبر پښتونخوا کې د امنیت په اړه مو د صوبې د اطلاعاتو وزیر کامران بنګش سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

بلخوا د اګست پر شپږمه مرکزي حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ په یوه غونډه کې پرېکړه شوې چې په افغانستان کې تر بدامنۍ وروسته به د پنجاب او بلوچستان پر پولو ځانګړې کمېټۍ فعالوي چې امنیت به یقیني کوي.

په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې د بدامنۍ د مخنیوي لپاره به د ترهګرۍ ضد قامي پلان کې ځینې بدلونونه هم کولای شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG