د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د دارالامان ۶ نور مرکزونه جوړوي


 په خیبر پښتونخوا کې د ولسي خیرښیګړې د څانګې چارواکي وايي ، د خپلو مالي پنګو سره سم د دارالامان اوسیدونکو ته اسانتیاوې ورکوي.
په خیبر پښتونخوا کې د ولسي خیرښیګړې د څانګې چارواکي وايي ، د خپلو مالي پنګو سره سم د دارالامان اوسیدونکو ته اسانتیاوې ورکوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې بې څوکه ښځو ته د سرپناه ورکولو لپاره د دارلامان په نوم د ۶ نورو مرکزونو پرانستلو منظوري ورکړې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د ټولنیزې خیرښیګړې "سوشل ویلفیر" څانګه وايي چې په صوبه کې به د بې څوکه ښځو د سرپناه لپاره د دارلامان په نوم ۶ نوي مرکزونه پرانیزي ، چې ورسره به د مرکزونو ټوله شمیره ۱۴ ته پورته شي.

د سوشل ویلفیر څانګې ډپټي ډایریکټر خالد خان د نومبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې نوي مرکزونه به د خیبر پښتونخوا په کوز دیر ، شانګله ، بونېر، ډیره اسماعیل خان ، صوابۍ او نوښار ضلعو کې پرانیزي.

خالد خان وویل چې د خیبر پښتونخوا کابینې له وړاندی د دې لپاره د لګښت منظوري کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، "دې کې داسې زنانه چې کومې بیکوره وي ، کورونو کې یې ناچاقي راغلې وي ، پولیس سره یې لانجه وي او یا یې په عدالتونو کې مقدمې روانې وي نو هغوي ته پناه ورکوو ، د خوراک څښاک انتظام ورته کوو، هنرونه ورته ښایو او قانوني امداد ورسره کوو."

خو په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو ځني دفاع کوونکي وايي ، چې له دې مرکزونو څخه په ډیرو کې اسانتیاوې نشته ، او ښځې مجبوره دي چې د قانوني امداد لپاره په کالونو انتظار وکړي.

په پیښور کې "د حوا لور" په نوم د ښځو د حقونو د یوې غیرسرکاري ادارې مشره خورشید بانو وايي چې په ۲۰۱۵م کې د مدني ټولنې د یو پلاوي سره په دې کې ځنې مرکزونو ته تللې وه او دا ورته دارلامان لږ او زندان ډیر ښکاره شوی وو.

نوموړې وايي چې هم هغه وخت یې د ښځو د کمیشن مشرې ته ویلې وو چې دا خو جیل دی.

دې زیاته کړه، "په وړو وړو کوټو کې لوي شمیر ښځې ساتل کیږي او د قانوني امداد لپاره په کالونو انتظار کوي. بل دا چې یو ځل ورته ښځې ورداخلې شي نو بیا یې ترې راوتل ګران وي."

خو په خیبر پښتونخوا کې د ولسي خیرښیګړې د څانګې چارواکي وايي ، د خپلو مالي پنګو سره سم د دارالامان اوسیدونکو ته اسانتیاوې ورکوي.

اوس پوښتنه دا ده چې هغه کومې وجې یا علتونه دي چې دا ښځې د خپلو کورونو پر پریښودو مجبوره کوي.

په دغه اړه د سوشل ویلفیر ډیپارټمنټ ډپټي ډایریکټر خالد خان وايي چې تر ټولو لویه وجه یې د خوښې واده نه کیدل دي.

نوموړی وايي په دې کې داسې ښځې هم شته چې خاوندان یې مړه شوي دي او بیا خپلې سخرګنۍ راشړلې دي او داسې پکې هم شته چې له خپلو خاوندانو سره خوشاله نه دي او د هغوي نه د ځان ازادولو لپاره قانوني امداد او سرپناه ته اړتیا لري.

د ولسي خیرښیګړې د ادارې چارواکي وايي ، چې په نوو مرکزونو کې به د کار ټوله عمله په ښځو مشتمله وي ، او د هغوي د روغتیا لپاره به ښځینه ډاکټرانې مقرروي.

د چارواکیو په ونیا دا وخت د خیبر پښتونخوا په اتو ضلعو پیښور ، مردان ، سوات ، ایبټ اباد ، مانسهره ، هریپور، چترال او بنو کې د ښځو لپاره په ځانګړو مرکزونو کې خواشا ۳۰۰ داسې ښځې دیره دي چې سرپناه نه لري او یا د خپلو کورنیو جګړو او ستونزو د هوارولو لپاره قانوني او مالي امداد ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG