د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوهنتونونو په بجټ کې د ۱۵۰ اربه روپیو زیاتولو لپاره پېښور کې لاریون


د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۲۷مه د پوهنتونونو د کارکوونکو اتحادیې لاریون
د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۲۷مه د پوهنتونونو د کارکوونکو اتحادیې لاریون

په پاکستان کې د پوهنتونونو استادانو اتحادیې په پېښور کې د پوهنتونونو د مالي بحران او خپلو ستونزو د هواري لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده.

د مې پر ۲۷مه مظاهره د پېښور انجینرۍ پوهنتون پر څلور لاره وشوه چې د پوهنتونونو استادانو او نورو کارکوونکو پکې برخه واخیسته. دوی غوښتنه کوي چې وفاقي حکومت دې د راتلونکي مالي کال لپاره د لوړو زده کړو په بودیجه کې د ۱۵۰ اربه روپیو اضافه وکړي.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولاۍ پر لومړۍ نېټه پیلېږي او ټاکل شوې چې په جون کې وفاقي او د څلورو صوبو حکومتونه د راتلونکي مالي کال بجټ وړاندې کړي.

د پوهنتونونو د کارکوونکو یو استازی مظاهرې ته وینا کوي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۷مې انځور.
د پوهنتونونو د کارکوونکو یو استازی مظاهرې ته وینا کوي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۷مې انځور.

د مې پر ۲۶مه د پېښور پوهنتون د استادانو اتحادیې مشر سېکرټر ډاکټر ذاکرالله جان مشال راډیو ته وویل، وړاندې به حکومتونو هر کال د لوړو زده کړو کمیشن ته ۱۰۵ بلینه روپۍ ورکولې، خو د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت دغه بجټ ۶۴ بلینه روپیو ته راټیټ کړی دی.

نوموړي وویل، که حکومت ورته وايي چې خپل خرڅ خپله پوره کړئ، نو بیا دوی "د فیسونو لوړولو پرته بله لار نه لري. او د فیسونو زیاتولو زور به ولس ته رسي."

ده زیاته کړه چې د مې پر ۲۷مه، په احتجاج کې له حکومته غوښتنه کوي چې د زده کړو په بودیجه کې دې پیسې زیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د صوبې په سرکاري پوهنتونونو کې د داخلو او زده کړو لګښتونه ډېر شوي دي چې له کبله یې زده کوونکي او د هغوی والدین اندېښمن دي.

په پېښور پوهنتون کې د اېم فل یو زده کوونکی ملک انور وايي، د پوهنتونونو د ناسم انتظام او د حکومتي بېغورۍ له کبله د سرکاري پوهنتونونو خرڅ د شخصي پوهنتونونو کچې ته لوړ شوی دی.

نوموړی زیاتوي، د هاسټلونو او د داخلې، د اسنادو ترلاسه کولو او زده کړو فیسونه ډېر شوي دي. "په سرکاري کالج کې د بي ایس (یا لېسانس) د یو سمېسټر فیس ۶،۰۰۰ روپۍ دی، خو په پېښور پوهنتون کې دا [تر شاوخوا] ۶۰،۰۰۰ پورته شوی دی. چې دا له زموږ سره ډېر زیاتی دی."

د پېښور پوهنتون ویاند محمد نعمان وايي، د بودیجې د زیاتولو معامله له صوبايي او وفاقي حکومتونو سره اړه لري خو د پوهنتون انتظامیه هڅه کوي، چې خپلې مالي ستونزې هوارې کړي. "انتظامیه پوهېږي چې د ستونزې جرړه څه ده خو د مالي ستونزو هوارول د حکومت او لوړو زده کړو د کمېشن کار دی. استادان احتجاج کوي، عدالت ته هم تللی شي او د عدالت له لارې پر حکومت فشار اچولی شي."

په عین حال کې، د پېښور پوهنتون انتظامیې د مې پر ۲۶مه په یوه بیان کې پر خپلو کارکوونکو غږ کړی دی چې د کورونا وایرس وبا له وجې دې یو ځای ته نه ورغونډېږي او په احتجاج کې دې له ګډونه ډډه وکړي.

موږ د حکومتي دریځ لپاره د خیبر پښتونخوا له حکومتي ویاند کامران بنګښ، په صوبه کې د لوړو زده کړو له پارلېماني سېکرېټرې عایشې بانو او د لوړو زده کړو له کمېشن سره رابطې وکړې، خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.

البته، د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د پوهنتونونو وایس چانسلرانو ته د اصلاحاتو عملي کولو ویلي. د مې پر ۱۸مه په یوه حکومتي بیان کې ویل شوي چې ګورنر د مالي ستونزو د هواري لپاره له وایس چانسلرانو تجویزونه غوښتي دي او چې کله هغوی وړاندیزونه ورکړي نو بیا به یې د عملي کولو لپاره له وفاقي حکومته غوښتنه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG