د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا حکومت د ناقانونه ښارګوټو د مخنیوی قانون منظور کړ


د اطلاعاتو لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا سلاکار کامران خان بنګش ویلي، حکومت غواړي چې د مجوزه قانون لاندې د زرعي ځمکو حفاظت وکړي او د ناقانونه ښارګوټو جوړېدو مخه دې ونیسي.

نوموړي د اکتوبر پر اوومه په پېښور کې د صوبايي کابینې د غونډې وروسته په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې د صوبې په لویو ۱۰ ښارونو کې به داسې ادارې جوړوي چې د ناقانونه ابادیو پرضد کاروایي کولای شي.

نوموړي د کابینې د پریکړې په اړه وویل کړه: "نن چې کابینې تر ټولو مهمه کومه فیصله کړې ده هغه د خیبر پښتونخوا د ځمکو کارولو او د ودانیو کنټرولولو قانون منظوري ده. دا قانون په لومړي ځل د خیبر پښتونخوا حکومت مخې ته راوړی دی. د دې لاندې چې کوم د ښارونو د لوییدو او بې ترتیبه کمرشلایزیشن عمل دی، هغه قابو کول دي. د قانون لاندې به هر وګړي او هر تعمیر جوړونکي ته مالومه وي چې دا ځمکه د کوم مقصد لپاره کارولای شي؟"

دا په داسې حال کې ده چې د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په لویو ښارونو کې د (هاوسنګ سوسایټو) په نوم د کر کروندې په ځمکو ابادۍ روانې دي.

د اکتوبر پر نهمه د پېښور کاچرل هیریټیج کونسل مشر شکیل وحیدالله خان وویل، د ځینو زورورو خلکو او حکومتي او امنیتي ادارو د بیغورۍ له کبله د پېښور تاریخي او کلتوري حیثیت ډېر اغیزمن شوی دی.

نوموړی زیاته کړه: " دا اداره دوی له ډېر ځنډ وروسته جوړه کړه. یوازې پېښور نه بلکې نوښار، چارسده، مردان او صوابۍ کې هم دغه لړۍ روانه ده. په پېښور کې ډیفنس هاوسنګ اتهارټۍ زرګونه ایکړه ځمکه نیولې او اوس دلته بحریه ټاون هم جوړېږي. نو له دې سره یوازې پېښور ښار ته زیان نه رسي، بلکې شاوخوا ضلعې یې هم اغیزمنې کړي دي او زرعي ځمکه راکمه شوې ده."

کارپوهان وايي، په صوبه کې د ناقانونه ابادیو او بازارونو جوړېدو له کبله که یو خوا د کر کروندې ځمکه لږه پاتې شوې ده نو بلخوا د چاپیریال او خلکو د روغتیا په حواله هم جدي ستونزې ولاړې کړي دي.

د پرمختیايي چارو پوه او د (کاروان) په نوم د یوې غیرسرکاري ادارې مشر سید جعفرشاه وايي، ستونزه داده چې قوانین جوړ شي، خو عملي کېږي نه. نوموړی وايي، د اوږدمهاله پرمختیا لپاره د ځمکو استعمال په اړه د قوانینو جوړول او عملي کول د وخت ضرورت دی.

هغه وايي:" د ښې منصوبه بندۍ لپاره د ځمکو استعمال منصوبه بندي او د هغې نقشه جوړول ډېر مهم دي. که تاسو وګورئ نو نن سبا بلها زرعي ځمکې د ودانیو لپاره کارول کېږي. په سوات کې ۳۳ فیصده څخه په ډېره ځمکه سیکشن ۴ لګولی دی، له خلکو څخه یې په ارزانه بیه اخلي او په ګرانه یې خرڅوي. د اتهارټۍ جوړول ښه اقدام دی خو چې په قوانینو عمل وشي."

د خیبر پښتونخوا حکومت د ځمکو استعمال او غیرقانوني ابادیو د مخنیوي لپاره قانون په داسې حال کې منظور کړی دی چې یوازی په پېښور ښار کې د ښار پرمختیايي ادارې (پي ډي ای) له ۱۸۱ څخه ډېر شخصي هاوسنګ سوسایټۍ غیرقانوني ګرځولې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG