د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو پر امنیت د پارلمان غونډې رابللو لپاره پاکستاني ولسمشر ته د محسن داوړ لیک


بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډې ته محسن داوړ وینا کوي
بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډې ته محسن داوړ وینا کوي

په داسې حال کې چې په قبایلي ضلعو او پتېره په وزیرستانونو کې هدفي بریدونه او د ترهه ګرۍ پیښې په ډېرېدو دي، له شمالي وزیرستانه د پارلیمان استازي محسن داوړ د مې په ۶ مه نېټه د یوه لیک له لارې له پاکستاني ولسمشر عارف علوي غوښتي چې پر دغه موضوع د بحث او حل- لارې موندلو لپاره دې د پارلیمان شریکه غونډه راوبولي.

بېګاه (مې ۷) له مشال راډیو سره په خبرو کې محسن داوړ وویل چې سیمه یوځل بیا د بېکرارۍ لور ته روانه ده، خو دوی ته په پارلیمان کې په دغه موضوع د خبرو موقعه نه ورکول کېږي.

داوړ زیاته کړه، دومره لوی پوځي عملیات ترسره شو، خلک بېکوره شو خو بیا هم امنیت نه دی پرځای شوی.

د نوموړي په خبره له چمنه تر سواته د تشدد پېښې رامنځ ته کېږي او په ځینو سیمو کې وسله والو ډلو بیا خپلې هلې ځلې پیل کړي دي. بل خوا د سیمې پرمختیا ته هم پام نه کېږي او حکومت چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو په وخت د پرمختیايي پروژو لپاره د کومو مالي پانګو ژمنې کړې وې، هغه يې نه دي پوره کړې.

د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وویل ، په پارلیمان کې يي څوک خبرې ته غوږ نه ږدي نو له دې کبله مجبوره شو چې ولسمشر ته د پارلیمان د شریکې غونډې لپاره یو رسمي لیک واستوي.

د ولسمشر د دفتر له خوا لا په دې اړه څه نه دي ویل شوي، خو تر ایین لاندې ولسمشر د پارلیمان غونډه د وزیراعظم یا حکومت په مشوره رابولي.

بل خوا له جنوبي وزیرستانه د متحده مجلس عمل د قامي اسمبلۍ منتخب استازی محمد جمال الدین وايي، په جنوبي وزیرستان کې تر ټولو غټه ستونځه د ځمکنيو ماینونو ده چې تراوسه يې ګڼ شمیر خلک وژلي او معذوره کړي دي.

نوموړي تور پورې کوي چې حکومت په سیمه کې د ولسي استازیو پرځای د پرمختیايي کارونو ټول واک اختیار د خپلې خوښې کمیټیو ته ورکړی دی، چې مرام يې د خلکو خیرښېګړې نه بلکې مالي پنګې په بډه کول دي.

محمد جمال الدین نور وویل ښه خبره ده چې په دې ټولو موضوعاتو په پارلیمان کې بحث وشي او د ستونځو د هواري لاره را-واېستل شي.

خو حکومت دغه تورونه ردوي ، او وايي د سیمې پرمختیايي په لومړیتوبونو کې ده. د واکمن د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی استازی اقبال خان اپرېدی وايي، په قبایلو ضلعو کې د امنیت وضع ډېره ښه شوې ده او داسې یوه وسله واله ډله نشته چې په منظمه توګه خپلې هلې ځلې پر مخ یوسي. د اپرېدي په خبره د هدفي بریدونو یوه نیمه پیښه رامنځ ته کېږي خو په دغه اړه به ډېر زر د امنیتي او استخباراتي ادارو له مشرانو سره یوه غونډه کوي.

اقبال خان اپرېدي دا هم وویل چې وزیراعظم عمران خان د سیمې د پرمختیا په اړه له وړاندی د سیمې د پارلیماني استازو او وزیر اعلا محمودخان سره اجلاسونه کړي دي او په دغه اړه يې ځینې مهمې پرېکړې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د سیمې نه د رارسیدليو راپورونو تر مخه روان کال په شمالي وزیرستان کې ۲۰ هدفي بریدونه ترسره شوي دي چې په کې قامي مشران او عادي وګړي په نښه شوي دي. ځايي ولس او چارواکي وايي پروسږکال دغلته ټول ۴۶ هدفي بریدونه ترسره شوي چې پرضد يې د ځايي ولس له پښتون ژغورنې غورځنګ سره یوځای پراخ احتجاجونه هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG