پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په مومندو کې د ډېورنډ کرښې له هغې خوا څخه د یو توغندي لګېدو په پېښه کې درې کسان ژوبل شوي دی.
د مومندو ضلعې پولیسو ویاند عبدالوهاب مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر پینځمه د افغانستان له غاړې داغل شوی توغندی د مومندو د خوېزو په فقیر اباد کې پر یوه کور لګېدلی چې پکې دوه ښځې او یو ماشوم ژوبل شوي دي.
د مومندو د بایزو د شندرې ملک صنوبر خان مومند د مارچ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د پاکستاني او طالب سرتېرو ترمینځ د جګړې له پیلېدو راهیسې د دوی سیمه نا ارامه شوې ده. هغه وايي، په پرله پسې ډول له افغانستانه توغول شوي توغندي د دوی غاړې ته په خویزو او بایزو سیمو کې لګېږي او خلکو ته پکې مرګژوبله اوړي. هغه وايي، "خلک د جګړې له وجې نورو سیمو ته کډې کوي، تر اوسه تر ۱۵۰ پورې کورنۍ وتلې دي. موږ پر افغان طالبانو او په پاکستاني پوځ غږ کوو چې جنګ دې نه کوي ځکه چې له وجې یې دواړو غاړو ته ولسونه اغېزمنېږي."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
مولانا فضل الرحمان: د پاکستان او طالبانو حکومتونه لا هم د خبرو اترو موقع لري
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومتي سرتېرو د کرښې په اوږدو کې پر یوشمېر سیمو تازه نښتې او حملې کړې دي.
تر دې مخکې د مارچ پر درېیمه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ډېورنډ کرښې له هغې خوا څخه د یو توغندي لګېدو په پېښه کې یو کس وژل شوی او بل ژوبل شوی وو.
همدا رنګه د فبرورۍ په وروستۍ اونۍ کې د باجوړ په لغړۍ سیمه کې د افغانستان له غاړې توغندیو لګېدو له وجې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي ول.
د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، د افغانستان سره پر پوله د پرتو سیمو اوسېدونکو ته یې د احتیاط کولو او حفاظتي اقداماتو سپارښتنه کړې ده.
د پاکستان او طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر شاوخوا سیمو نښتې له هغه وخت راهیسې روانې دي چې پاکستان د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه پر افغانستان بریدونه وکړل.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي ول چې "پاکستاني پوځي رژیم" پر ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په حملو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اړولې وه.
د دې په ځواب کې بیا د طالبانو حکومتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۶مه پر پاکستانیو سرتېرو حملې وکړې.
د پاکستان حکومت وايي چې پر افغانستان یې تېره میاشت په اسلام اباد کې پر امام باړې او په باجوړ او بنو کې دبریدونو په ځواب کې بمباري کړې وه او پکې یې د وسلوالو ډلو مرکزونه په نخښه کړي ول خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (يوناما) تایید کړې وه چې د ننګرهار په بمبارۍ کې ولسي وګړي په نخښه شوي ول.
د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.
د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.
خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.