نړيوالو او سيمه یيزو مشرانو په اسلام اباد کې د فبرورۍ پر شپږمه په امام باړه کې د ځانمرګي بريد په سختو ټکو غندنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د فبرورۍ پر شپږمه پر اېکس پاڼه په بيان کې لیکلي چې دی د اسلام اباد په جومات کې د لمانځه لپاره پر راغونډ شویو عبادت کوونکو د برید په سختو ټکو غندنه کوي.
نوموړي زیاته کړې چې پر ولسي وګړو او عبادتځایونو بریدونه د منلو وړ نه دي.
انتونیو ګوترېش لیکلي چې د دې برید مسولین باید وپېژندل شي او عدالت ته راوستل شي.
د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر اېکس پاڼه د بريد غندنه کړې او ليکلي يې دي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده چې خلک په عبادت ځایونو کې هم خوندي نه دي.
ملالې یوسفزۍ دغه برید "ډارونکی او بزدلانه عمل" بللی او ویلي یې دي چې دا د انسانیت او د ارزښتونو خلاف دی.
د خیبر پښتونخوا له سوات سره اړه لرونکې او په بریتانیا کې مېشتې ملالې یوسفزۍ هیله څرګنده کړې چې په هېواد ؛پاکستان" کې تلپاتې سوله او امن ټینګ شي.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم پر اېکس پاڼه په یو بیان کې د اسلام اباد په بريد کې د وژل شويو کسانول له کورنيو سره خواخويږي څرګنده کړي ده.
د بهرنيوچارو وزارت وياند په بيان کې ويلي دي چې دا ډول بریدونه د جوماتونو او نورو سپېڅلو ځایونو درناوی له منځه وړي.
وياند عبدالقهار بلخي زياته کړه چې په دې برید کې عام وګړي او لمونځ کوونکي په نښه شوي، او دا کار د ده په وینا هېڅ ډول دلیل نه لري.
بلخوا د هند د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه اعلامیه کې د اسلاماباد د برید غندنه کړې او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
په اعلامیه کې د پاکستان له لوري لګول شوي تورونه بې بنسټه او بې مانا بلل شوي دي.
د هند په اعلامیه کې دا غبرګون له هغه وروسته ښودل شوی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیرمملکت طلال چودري تر برید وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړی وو چې دا بریدونه هغه ډلې کوي چې هند یې ملاتړ کوي.
ده زیاته کړه، "موږ نورو هیوادونو ته ثبوتونه ورکړي دي، دوی ته د هند ملاتړ ترلاسه دی. که بلوڅ لیبرېشن ارمي ده او که تحریک طالبان پاکستان دی."
د دې تر څنګ په اسلام اباد کې د امريکا، چين، روسيي او ايران سفارتخانو هم په بېلا بېلو بيانونو کې د اسلام اباد پر امام باړه د بريد غندنه کړې ده.
دا له هغه وروسته ده چې له اسلام اباد سره نېږدې په ترلايي کلان سیمه کې د فبرورۍ پر شپږمه پر امام باړې په ځانمرګي برید کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شول او ۱۶۹ ژوبل شول.
فرانس پرېس او رويټرز اژانسونو د فبرورۍ پر اوومه خبر ورکړی چې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې د خپلې اعماق خبري رسنۍ له لارې په اسلام اباد کې د ځانمرګي برید ذمه واري منلې ده.
د نوښار پولیسو ادعا
د خيبر پښتونخوا د نوښار پوليسو ادعا کړې چې د اسلام اباد په امام باړه کې د ځانمرګې بريدګر تر پيژنګولۍ وروسته يې په ډېري کټې خېلو او حکيم اباد کې عمليات کړي او درې مشکوک سهولت کاران يې نيولي دي.
د نوښار پولیسو يو چارواکي د فبرورۍ پر اوومه مشال راډیو ته ویلي چې امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په دغو سيمو کې د مشکوکو کسانو په پټنځاي چاپه ووهله چې وسلوالو پري ډزي وکړي.
د هغه په وینا، په نښته کې د پوليسو یو اې ایس ای اعجاز خان وژل شوی او يو بل ژوبل دی او په پېښه کې يو مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي.
د پاکستان ځينو رسنيو راپور ورکړی چې د اسلاماباد د امام بارګاه په حمله کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره په پېښور کې هم چاپې وهل شوې دي.