د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما پر افغانستان او پاکستان غږ کړی چې جګړه ودروي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فبرورۍ له ۲۱مې نښتې روانې دي. (انځور: ارشیف)
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فبرورۍ له ۲۱مې نښتې روانې دي. (انځور: ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو ختمولو غوښتنه کړې ده.

د یوناما لخوا د مارچ پر دریېمه مشال راډیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې له وجې د فبرورۍ له ۲۶مې تر مارچ دویمې نیټې پورې شاوخوا ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۰۴ زخمیان شوي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

یوناما زیاتوي چې دوی د دې جګړې له وجې ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې رسېدو او د بشري اغیزو د زیاتوالي خبرداری ورکوي.

یوناما دا هم لیکلي چې باید پاکستان او افغانستان د عام وګړو خوندیتوب یقیني کړي او د بشري قانون په ګډون د ټولو نړیوالو قوانینو احترام وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي دفتر (اوچا) لخوا د راټولو شویو معلوماتو له مخې، اټکل کیږي چې په پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او خوست ولایتونو کې د نښتو له امله له اغیزمنو شویو سیمو څخه ۱۶۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې (ډبلیو ایف پي ) په اغیزمنو سیمو کې خپل فعالیتونه درولي چې شاوخوا ۱۶۰۰۰۰ کسان د خوړو د ویش د ځنډیدو له امله اغیزمن شوي دي . همدارنګه له جګړې څخه اغیزمن شوي ډیری ولایتونه د خوارځواکۍ له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG