د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې په باجوړ کې پر یوې امنیتي پوستې د وسلوالو په برید او د ډزو په تبادله کې ۱۲ وسلوال او ۱۱ سرتېري وژل شوي دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر ۱۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې وسلوالو تیر ماښام ناوخته غوښتل چې په باجوړ کې د یوې امنیتي پوستې کمربند مات کړي خو چې مخه یې ونیول شوه نو هغوی له بارودو ډک ګاډی د پوستې له دېوال سره وجنګاوه.
پوځ دا نه دي ویلي چې وژل شوي وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود، خو دومره یې لیکلي دي چې هغوی د "فتنة الخوارج" غړي ول. د پاکستان پوځ زياتره وخت د "فتنة الخوارج" اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي.
تراوسه ټي ټي پي په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی او نه هم خپلواکو سرچينو د پوځ د دعوې تصديق کړی دی.
پر امنيتي پوستې د برید ذمه واري هم لا چا په رسمي توګه نه ده منلې.
تر دې وړاندې د باجوړ پولیسو او استخباراتي چارواکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته ویلي ول چې تېره شپه شاوخوا اته بجې له بارودو ډک يو ولاړ ګاډی د ملنګي مدرسې په نامه د هغه مرکز له دروازې سره وچاود چې پخوا پکې وسلوال او اوسمهال پکې د پاکستان سرحدي ځواکونه اوسېدل.
د پاکستان پوځ وايي د امنیتي پوستې له دېوال سره له بارودو د ډک ګاډي د جنګېدو له وجې شاوخوا نېږدې کورونو ته هم زیان ورسېد او په نتیجه کې یې یوه نجلۍ ووژل شوه او اووه کسان نور ژوبل شول.
د باجوړ د خلوزو سیمې یو اوسېدونکي او د وېلېج کونسل مشر ملک شاه ولي خان ماموند د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې تېر ماخوستن پر دسترخوان ناست وو او ډوډۍ یې خوړله چې یو زورور غږ یې واورېد. نوموړی وايي، لومړی یې فکر وکړو چې کېدای شي زلزله وي خو چې بیا وروسته د باندې ووت نو ورته معلومه شوه چې په نعمت خان کلي کې چاودنه شوې ده.
نعمت خان کلی د ماموندو یوه ليرې پرته سیمه ده او ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې له چاودنې وروسته د مرستندویه او ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ګاډي هم هلته پر وخت ونه رسېدل او خلکو په خپله مړي او زخمیان پورته کړل.
پولیس وايي ژوبل کسان د درملنې لپاره د باجوړ لوی روغتون ته رسول شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په دې وروستیو کې چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي. تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۱۶مه په ټانک کې د ماین په چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او پینځه زخمیان شوي ول. د فبرورۍ پر ۱۶مه په بنو کې پر پولیس تاڼه برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي ول. د هغو دواړو پېښو مسولیت چا نه وو قبول کړی.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو خلک په وار وار د احتجاجونو پرمهال تور پورې کړی دی چې امنیتي او جاسوسي ادارې هلته پر ناامنیو سترګې پټوي.
د دوی په وینا، چې کله د وسلوالو پرضد کارروايي کوي هم نو ولسي وګړو ته پکې پام نه کېږي.
خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې دوی د عام ولس د ژوند او مال ساتلو ته ژمن دي.