په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي چې پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو یې امنیت شورا ته خپل رسمي شکایت سپارلی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ناظم الامور نصیر احمد فایق د فبرورۍ پر ۲۳مه پر خپله ایکس پاڼه په بیان کې لیکلي چې د دې سرغړونو د سمدستي بندېدو، د دې پېښې هر اړخیزې او بې طرفې څیړنې، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا درناوي او د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو د احترام غوښتنه کوي.
د فایق په خبره د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام وګړي وژل شوي.
بلخوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې، په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني احضار کړی او د اعتراض لیک په سپارلو سره یې د پاکستاني پوځ دغه برید او د عام وګړو مرګ ژوبله غندلې ده.
یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې "د بریدونو او د عام وګړو په نخښه کول د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه او پارونکي اقدامات دي چې د پایلو مسولیت به یې د پاکستان پر غاړه وي."
د طالبانو د دفاع وزارت دا بیان تر هغې څو ساعته وروسته ورکړ چې د پاکستان حکومت وویل، په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې مرکزونه په نښه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۱مه په بیان کې لیکلي چې تازه بمبارۍ یې په اسلام اباد کې پر امام باړې او په باجوړ او بنو کې د وروستیو بریدونو په ځواب کې کړې دي.
اسلام اباد وايي د هغو حملو ذمه واري "له فتنه الخوارج" سره تړلیو "پاکستانیو طالبانو او د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې" منلې وه.
وزارت وايي، همدا لامل دی چې "د غچ اخیستو" په پار یې "په غبرګون" کې په افغانستان کې "د استخباراتي معلوماتو پر اساس" د "پاکستانیو طالبانو" او د داعش "خراسان څانګې" پر "اووه ترهګرو کیمپونو او پټنځایونو" حملې کړې دي.
اسلام اباد د "فتنه خوارج" اصطلاح د ټي ټي پي، حافظ ګل بهادر او نورو حکومت مخالفه وسلوالو ډلو لپاره کاروي.
دا له هغه وروسته ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي وو چې "پاکستاني پوځي رژیم" د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه شپې مهال د ننگرهار او پکتیکا ولایتونو د "یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو" په ګډون په "څو ملکي سیمو" بمبارۍ کړې دي چې پکې "د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېگناه ملکي" وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
وزارت ویلي دي چې دا کار د افغانستان د "ملي حریم ښکاره نقض" او "د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه" ده.
د طالبانو حکومت په بریدونو کې د مرګژوبلې کره شمېر نه دی ورکړی خو په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي ول چې د فبرورۍ پر ۲۱مه شپې ناوخته په بهسودو او غني خېلو ولسوالیو کې بمباریو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
هغوی ویلي چې په بهسودو کې د یو ملکي وګړي، شهاب الدین، په کور کې ۲۳ تنه تر بمبارۍ وروسته تر خاورو لاندې شوي ول چې ورڅخه یې پینځه تنه ژغورلي دي. هغوی البته په غني خېلو کې د مرګژوبلې په اړه څه نه ول ویلي.
داراز، د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې په بمبارۍ کې د یو کور ۱۸ تنه وژل شوي او پینځه ژوبل دي.
د هغې کورنۍ یو غړي نزاکت د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې وژل شوي او څلور ژوبل کسان یې د کورنۍ غړي دي او یوه ژوبله ښځه ورکره مېلمنه وه.
د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي.
د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.
خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
د پاکستان او طالبانو پخوانۍ نښتې او بریدونه
د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمينځ اړیکې تر هغه وروسته ډېرې خرابې شوې چې د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.
د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو.
وروسته د دواړو لوريو ترمينځ يو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکيه کې د سولې او اوربند په اړه خبرې وشوې، خو لا هم کومه دایمي پرېکړه يا موافقه نه ده شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د روان کال د فبرورۍ پر اتمه په بیان کې وویل چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبره تر ډېسېمبر پورې د پاکستان په حملو او له طالبانو سره په نښتو کې ۷۰ افغان ولسي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ ژوبل شوي دي.
د هغو نښتو او تاوتریخوالي له وجې د دواړو هېوادونو ترمینځ ټولې لارې د سوداګرۍ او خلکو تګ راتګ پر مخ هم تړل شوې دی.
په پاکستان کې د قبایلي ضلعو ولسي مشرانو، سوداګرو، ټرانسپورټرانو او سیاستوالانو په بیا بیا د لارو بیاپرانیستو او تجارت بحالۍ غوښتې هم کړې دي. د پاکستان حکومت د تورخم او چمن پر لارو یوازې افغان کډوالو ته هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکوي.