د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په ټول هېواد کې د ډرون پر الوځولو بندیز لګولی دی

د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې د يوې څارګرې ډرون الوتکې پاتې شونې ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې د يوې څارګرې ډرون الوتکې پاتې شونې ـ انځور له ارشيفه

پاکستان په خپل فضايي حریم کې د ډرون پر الوتنو بندیز لګولی او مرکزي حکومت صوبو ته امر کړی دی چې دا بندیز دې په کلکه عملي کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا ګام وروسته له هغې پورته کړی دی چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پاکستان پر ضد د غچ اخیستونکو عملیاتو پر مهال د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د ډرون بریدونه ترسره کړل.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۷مه ادعا کړې وه چې د پاکستان پر ځینو پوځي اډو یې درون بریدونه کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۷مه د څلورو واړو صوبو ترڅنګ د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر او د ګلګت بلتستان کمیشنرانو ته په استولي لیک کې ویلي دي چې د هر ډول بې پیلوټو الوتکو په الوت دې سمدستي بندیز ولګوي او ترڅو چې بل امر ورته نه وي شوی نو دا بندیز دې نه لرې کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په لیک کې ویلي، دا امکان شته چې وسلوالې ډلې ډرون الوتکې د جاسوسۍ، د امنیت خرابولو، د خلکو د وېرولو او نورو اهدافو لپاره کارولی شي نو ځکه پرې بندیز لګول شوی دی. په لیک کې دا هم راغلي دي چې یوازې د پاکستان امنیتي ځواکونه د ډرون الوتکو د کارولو اجازه لري.

پاکستان پر ډرون بریدونو بندیز په داسې وخت کې لګولی دی چې د فبرورۍ پر ۲۸مه هم په بنو کې پر یو جومات په ډرون برید کې ۵ تنه ټپي شوي دي.

د بنو پولیس لاین یوه چارواکي له رسنيو سره د خبرو اجازې نه درلودو له کبله د نوم نه ښوولو پر شرط د فبرورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، لا هم معلومه نه ده چې دغه بريد چا کړی دی خو په سیمه کې تر دې وړاندې هم خلکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په حکومتي ډرون بریدونو او هاوان مرميو کې ولسي کسان په نښه کېږي.

خو بل پلو، انتظامیه او امنیتي ځواکونه وايي چې د سیمې د امنیت ټینګولو لپاره د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال د ولس د خونديتوب خيال ساتل کېږي.

تر دې وړاندې د بنو پولیسو ادعا کړې وه چې د فبرورۍ پر ۲۰مه ناوخته د سرحدي ځواک پر مرکز ډرون برید ۸ سرتېري ژوبل کړي دي.

که څه هم هغه مهال پولیسو ویلي ول چې ډرون برید وسلوالو کړی دی خو کومې وسلوالې ډلې تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې پر پولیسو، اېف سي ځواک او پوځ بریدونه زیات شوي دي. د دې ترڅنګ پولیس دا ادعا هم کوي چې وسلوال پر ولسي خلکو هم ډرون بریدونه کوي.

تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۱۹مه د ټانک د ګومل په ډبره سیمه کې پر یو هوټل د ډرون برید په نتیجه کې لږ تر لږه پینځه کسان ژوبل شوي ول. د ټانک ضلعې پولیسو یوه چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۱۹مه ماخوستن مهال دا ډرون برید د وسلوالو لخوا ترسره شوی او په اړه یې د هغوی پلتڼې روانې دي.

کومې وسلوالې ډلې د هغه ډرون برید ترسره کولو پړه هم په غاړه نه وه اخیستې.

XS
SM
MD
LG