په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ يو ځل بیا د نښتو د پيل له کبله په قبايلي ضلعو کې له ۱۰۰ زیات ښوونځي بند شوي دي.
د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه بیا هم پاکستانيوو الوتکو په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتيکا او کندهار کې بمباري کړې چې وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سختې نښتې شوې دي.
د طالبانو دفاع وزارت د مارچ پر دويمه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې په مومندو، باجوړ، وزيرستان او د ډيورنډ کرښې ته نيږدې ځينو نورو سیمو کې یې د پاکستان ځيني هغه ټانکونه ويجاړ کړي چې د افغانستان پر خوا یې ډزې کولې. په خبرپاڼه کې په ننګرهار کې د يو پاکستانۍ ډرون الوتکې د ویشتل کېدو ادعا هم شوې ده.
که څه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو طالبانو ته د درنو زیانونو د اړولو دعوه یې کړې ده. د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاالله تارړ د مارچ پر دويمه رسنيوو ته لېږلې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې ۵۱۴ افغان طالبان یې وژلي، ۱۸۱ افغان پوستې یې ويجاړې کړې او ۳۱ يې نيولې دي. خو د طالبانو دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.
د مومندو ډيپټي کمېشنر د فرورۍ په ۲۸مه حکمنامه خپره کړې چې له مخې به یې ډيورنډ کرښې ته څېرمه په دريوو تحصيلونو کې د ۵۳ ښوونځيوو د بندولو امر کړی دی. په هغو ښوونځيوو کې ۴۱ په بایزو، ۱۰ په صافو او ۲ په خویزو کې دي. دا ټولې سیمې نیمې د ډيورنډ کرښې هغه غاړه د افغانستان په ننګرهار کې او نيمې دې غاړه په پاکستان کې دي.
د خویزو او بایزو د ابتدايي سکولونو د څار مشر او هغلته یو ښوونځي کې استاد، شاه محمود مومند د مارچ په دويمه مشال راډيو ته وويل چې په هغو تحصيلونو کې چې کوم ځای ښوونځي پرانیستي دي، هلته ماشومان د توپونو او درنو وسلو ډزې اوري نو ځکه هغوی ويريدلي دي.
د مومندو سره نيږدې، په باجوړ کې هم چارواکو ۳۹ ښوونځي بند کړي دي. د هغه ځای انتظامیې لخوا مشال راډيپو سره په شريکو شويو معلوماتو کې ويل شوي چې دا ښوونځي په مامومندو او ناوګۍ کې دي. دا سیمې د افغانستان له کونړ ولايت سره تړلې سیمې دي.
بلخوا په خیبر کې ځايي انتظامیې ۱۱ سکولونه بند کړي دي. انتظامیې په يو بیان کې ويلي چې هغه ښوونځي د يوې هفتې لپاره بند دي خو دا موده غځېدلی شي. خیبر د افغانستان ننګرهار ولايت سره لګېدلې سیمه ده چې د تورخم لويه تجارتي لاره هم پکې تېره شوې.
دا نښتې د فرروۍ په مياشت کې تر هغه وروسته پيل شوې چې د پاکستان حکومت يو ځل بیا پر طالبانو تور پورې کړی چې په افغانستان کې یې اسلام اباد مخالفو هغو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي. د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې تحريک طالبان پاکستان او نورو ډلو وسلوال په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.