د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب چارواکي وايي، په خوست کې د پاکستان تازه بریدونو عام وګړي وژلي دي

د افغانستان د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د طالبانو یو حکومتي سرتېری. (انځور: ارشیف)
د افغانستان د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د طالبانو یو حکومتي سرتېری. (انځور: ارشیف)

د افغانستان د خوست چارواکي ادعا کوي چې د پاکستاني پوځ د درنو وسلو په ډزو کې عام خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خوست ولایت کې د طالبانو حکومت ویاند مستغفر ګربز لخوا مشال راډيو او نورو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د فبرورۍ پر ۲۷مه د دې ولایت پر ځاځي میدان او نورو سیمو د پاکستاني پوځ لخوا د درنو وسلو په ډزو کې درې عام وګړي وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ د فبرورۍ پر ۲۸مه پر اېکس پاڼه په یو بيان کې دعوه کړې چې پوځ يې په افغانستان کې د عملياتو له پيل راهيسې ۳۳۱ افغان طالب وسلوال وژلي او تر ۵۰۰ زيات ژوبل دي.

مشال راډیو نه د افغان طالبانو او نه هم د پاکستاني پوځ د ادعاوو په خپلواکه توګه پخلی کولای شي.

دا تر هغه وروسته ده د پاکستان جنګي الوتکو د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲ مه شپې مهال د افغانستان پر ننګرهار او پکتيکا بمبارۍ کړې وې.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي وو چې "پاکستاني پوځي رژیم" د ننگرهار او پکتیکا ولایتونو د "یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو" په ګډون په "څو ملکي سیمو" بمبارۍ کړې دي چې پکې "د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېگناه ملکي" وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

وزارت زياته کړې وه چې دا کار د افغانستان د "ملي حریم ښکاره نقض" او "د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه" ده.

هغه وخت د طالبانو حکومت اعلان کړی وو چې د دغو بريدونو "غچ" به اخلي.

خو بلخوا د پاکستان حکومت ويلي وو چې په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې مرکزونه په نخښه کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي د فبرورۍ ۲۶مې له شپې راهيسې يې پر افغانستان د واکمنو طالبانو د سرتېرو په بريدونو کې ۱۲ پوځيان وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر مشر لېفټېننټ جنرال احمد شريف چودري د فبرورۍ پر ۲۷مه په راولپېنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال دعوه وکړه چې په ځوابي عملياتو کې يې د طالبانو د حکومت ۲۷۴ سرتېري وژلي او له ۴۰۰ زيات يې ژوبل کړي دي.

د پاکستان او طالبانو حکومت ترمينځ ترينګلتيا

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي.

د فبرورۍ پر ۱۹مه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې ویلي ول چې د طالبانو حکومت ته یې په "واضحو ټکو" ويلي دي چې که پاکستان د خپلې خاورې، سرتېرو او ولسي وګړو د خونديتوب په خاطر هر ځای د "فتنة الخوارج" وسلوال وموندل، نو د ختمولو لپاره یې د ځوابي اقدام حق لري.

د طالبانو حکومت د پاکستان د هغه بیان په اړه څه نه ول ويلي خو مخکې یې تل د اسلام اباد دا ډول تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې د ټي ټي پي او نورو ډلو وسلوال په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، له پاکستان سره ښه اړیکي غواړي خو په وینا یې، اسلام اباد "داسې غوښتنې" لري چې پوره کول یې ممکن نه دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG