د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډېره اسماعیل خان په یو شمېر سیمو کې ګرځبندیز لګول شوی

ډېره اسماعیل خان د خیبر پښتونخوا یو له ناارامه سیمو ده. (انځور: ارشیف)
ډېره اسماعیل خان د خیبر پښتونخوا یو له ناارامه سیمو ده. (انځور: ارشیف)

د خيبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د قانون ۱۴۴مه ماده عملي شوې او په سيمه کې به د فبرورۍ پر ۲۸مه د ماښام تر شپږو بجو د ولسي خلکو پر تګ راتګ بندیز وي.

د ډېره اسماعيل خان ډېپټي کمیشنر لخوا مشال راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په سيمه کې امنيتي وضعې ته په کتو او د ولس د خونديتوب په خاطر يې په "خاصو سيمو کې ګرځبنديز لګولی دی."

هغه سیمې چې د بندیز لاندې دي، په هغو کې پر ټانک سړک له طارق شهید سيمې څخه تر باګووال پورې علاقې، او همدارنګه د کلاچي، هتله، کوټ اټل او ګره عبدالله پورې سيمې شاملې دي.

په خبرپاڼه کې د امنیتي ګواښ د نوعیت په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه کړل شوي. ډېره اسماعیل خان د خیبر پښتونخوا یو له ناارامه سیمو ده.

په دې سیمه کې وخت ناوخته د وسلوالو له خوا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه، چاودنې او هدفي بریدونه کېږي.

د سیمې خلکو په وار وار د احتجاجونو پرمهال د پاکستان امنیتي ادارې په دې تورنې کړې دي چې د وسلوالو پر فعالیت یې سترګې پټې کړې دي.

خو هغوی دا تورونه ردوي او وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیات روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او افغانستان له څو ورځو راهيسې پر يو بل بريدونو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG