د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې پر پوځي قافلې بريد ۲ سرتېري وژلي دي

د پاکستاني پوځیانو قافله په بنو کې روانه ده - د ارشیف انځور
د پاکستاني پوځیانو قافله په بنو کې روانه ده - د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د وسلوالو او پوځ ترمینځ په جګړه کې دوه پوځیان او پینځه وسلوال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د فبرورۍ پر ۲۱مه په بنو ښار کې په ځانمرګي برید کې د کارېدونکي یو موټر د موجودګۍ په اړه د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د پوځ د سرتېرو قافله ور روانه وه چې وسلوالو پرې برید وکړ.

خبرپاڼه وايي وسلوالو د پوځ له قافلې سره له بارودو ډک موټر وجنګاوه چې په پایله کې یې د پوځ یو ډګروال شهزاده ګلفراز او سپاهي کرامت شاه او په ځوابي ډزو کې پینځه وسلوال ووژل شول.

د وسلوالو او پوځي سرتېرو ترمینځ د ډزو له تبادلې وروسته په میران سیمه کې په جوماتونو کې اعلانونه وشول چې په سیمه کې ګرځبندیز لګول شوی دی نو خلک دې لارو کوڅو او بازارونو ته نه ووځي.

پوځ دا نه دي ویلي چې وژل شویو وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود، خو دومره یې لیکلي دي چې هغوی د "فتنة الخوارج" غړي ول. د پاکستان پوځ زياتره وخت د "فتنة الخوارج" اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي.

تراوسه ټي ټي پي په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی او نه هم خپلواکو سرچينو د پوځ د دعوې تصديق کړی دی.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې په روژه کې له افغانستانه پاکستان ته د "ترهګرو" د اوښتو لړۍ نه ده درېدلې. پوځ تور پورې کړی دی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې کې پاتې راغلی دی چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره کارېدو ته پرېنږدي.

د طالبانو حکومت لا د پاکستان د تازه بیان په اړه څه نه دي ويلي خو مخکې یې تل د اسلام اباد دا ډول تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، له پاکستان سره ښه اړیکي غواړي خو په وینا یې، اسلام اباد "داسې غوښتنې" لري چې پوره کول یې ممکن نه دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG