شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید کې ۳ کسان وژل شوي، ۲۲ ژوبل

په روان ۲۰۲۳ کال کې په شمالي وزیرستان کې دا لومړی ځانمرګی برید دی: انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان په میرلي کې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي.

انتظامي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې برید د فبرورۍ پر ۱۱مه په کجورۍ امنیتي پوستې باندې د ماړي پیټرولیم کمپنۍ پر کاروان وشو چې د امنیتي ځواکونو په بدرګه روان وو. کجورۍ امنیتي پوسته شمالي وزیرستان ته د ننوتلو دروازه هم ګڼل کېږي.

چارواکو دا هم ویلي چې ځانمرګي بریدګر خپل زرنج د امنیتي ځواکونو له ګاډو سره جنګولی. دوی وايي، په ژوبلو کې ۱۵ کسان د ماړي پیټرولیم کمپنۍ کارکوونکي او اووه نور د اېف سي ځواک سرتېري دي. په درې وژلو شویو کسانو کې د اېف سي او ماړي پیټرولیم کمپنۍ غړي دي.

تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د برید ذمه واري نه ده قبوله کړې.

دا هم وګورئ: شمالي وزیرستان کې ۱ پولیس او ۱ وسلوال وژل شوی دی

په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۳ کال کې دا لومړی ځانمرګی برید دی خو په ۲۰۲۲ کال کې هلته نهه ځانمرګي بریدونه شوي وو.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۳۱مه نېټه وسله والو د میرلي د اېپي سیمې پر اوسېدونکي پولیس سرتېري خورشید داوړ برید وکړ او هغه یې وواژه. د پولیسو لخوا د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي وو چې د نامعلومه وسلوالو پرضد یې مقدمه دایره کړې ده.

د داوړ د وژنې ذمه واري چا نه وه منلې.

تر هغې وړاندې د جنورۍ په ۱۹مه، د پاکستان پوځ خبر ورکړی وو چې دوه مشکوک کسان یې په شمالي وزیرستان کې وژلي دي.

دا هم وګورئ: اېمل ولي: د هغو پرضد سپریم کورټ ته ځو چې له ټي ټي پي سره یې مذاکرات کړي وو

په میرامشا کې د پوځ یوه افسر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر ۱۹مه یې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د شمالي وزیرستان په رزمک کې د "وسلوالو پر وړاندې لنډ عملیات" وکړل. هغه ویلي ول چې په کاروایۍ کې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او پکې هر کال لسګونه هدفي حملې کېږي. له دې پرته، تېر کال په سیمه کې پر امنیتي سرتېرو هم بریدونه زیات شول چې پرضد یې د امنیتي ځواکونو عملیات هم روان دي.

د مشال راډیو له ارقامو سره سم، په ۲۰۲۲ز کال په شمالي وزیرستان کې په ۴۷ هدفي حملو کې تر ۶۰ زیات مشران، سیاستوالان، ځوانان، دیني عالمان او امنیتي سرتېري ووژل شول.

په ۲۰۲۲ز کال کې د هدفي بریدونو او ناامنۍ پر ضد په شمالي وزیرستان کې پراخې مظاهرې او پرلتونه شوي وو.

د سیمې انتظامیې او امنیتي ځواکونو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې هېڅ وسلواله ډله د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکوي.

دا هم وګورئ: د پېښور پولیس لاین جومات بريد کې د وژلو شويو شمېر ۹۵ ته رسېدلی

د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی. جنرال سيد عاصم منیر د نومبر پر ۲۹مه د جنرال قمر جاوېد باجوه د ځایناستي په توګه د پاکستاني پوځ د نوي مشر په توګه دنده پیل کړې وه.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د بد امنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د جنورۍ په ۳۰مه نېټه په پېښور کې په پولیس لاینز تر سره شوي ځانمرګي برید کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شوي وو. د پېښور پر پولیس لاینز د برید ذمه واري چا نه وه قبوله کړې. تحریک طالبان پاکستان د هغې حملې تر شا له لاس لرلو انکار کړی وو.

له هغې څانمرګې حملې وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جنورۍ په ۳۰مه پر ټویټر لیکلي وو چې ترهګري اوس هم د پاکستان لپاره تر ټولو لویه ننګونه ده.

په خيبر پښتونخوا کې له تېر کال راهیسې ناامني زیاته شوې ده. د صوبې د پولیسو مشر، معظم جا انصاري د جنورۍ پر ۲۶مه په پېښور کې د يوې خبري غونډې په وخت ويلي وو چې په ۲۰۲۲ز کال کې چې د ناامنۍ کومې پېښې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ولیدل شوې، ساری یې په تېرو پينځو کلونو کې نه وو لیدل شوی.

دا هم وګورئ:   پېښور کې "ولسي پاڅون" د ناامنۍ او ترهګرۍ پر ضد احتجاج وکړ

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ کال د جون له مياشتې راهیسې تر ټولو لویېوسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي وو. که څه هم دواړه غاړې اوربند ته ورسېدې خو بريدونه بیا هم کېدل.

د ۲۰۲۲م کال په نومبر مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان مشر، نور ولي مسيد اعلان وکړ چې دوی سره د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره شوې نو ځکه یې خپلو وسله والو ته ويلي چې له ځانه په دفاع کې بريدونه بيا پيل کړئ.

د بریدونو په غبرګون کې ځايي ولس لاریونونه او احتجانونه کړي او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

په خیبر پښتونخوا د تحريک انصاف تير حکومت په بیا بیا ویلي وو چې پولیس او امنیتي ادارې په سیمه کې امن ټينګ ساتلو ته ژمن دي. اوسني نګران وزيراعلی، اعظم خان درې ورځې مخکې وويل چې امنيت او اقتصادي بحالي یې د حکومت په ترجيحاتو کې دي.