د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال عاصم منير د پاکستاني پوځ د نوي مشر په حيث دنده پيل کړه


د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير د نومبر پر ۲۹مه خپله دنده پيل کړه ــ پخوانی انځور
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير د نومبر پر ۲۹مه خپله دنده پيل کړه ــ پخوانی انځور

د پاکستان نوي پوځي مشر جنرال سيد عاصم منیر نن (د نومبر پر ۲۹مه) په راولپېنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر (جي اېچ کيو) کې په یوه دستوره کې له جنرال قمر جاوېد باجوه څخه يې د پوځ قومانده تر لاسه کړه.

د جنرال باجوه کاري موده د نومبر پر ۲۹مه پای ته ورسېده او سر له ننه جنرال عاصم منیر د پاکستان د نوي پوځي مشر په حیث خپله دنده پیل کړه. جنرال منير د هغه هېواد د پوځ ۱۷م مشر دی.

د قوماندې د بدلون په دغه دستوره کې پوځی مشرانو ګډون وکړ چې سرکاري او شخصي ټېلېويژن چینلونو نېغ په نېغه پوښښ ورکاوه.

د پاکستان حکومت د نومبر پر ۲۴مه د پوځ د نوي مشر په حیث د جنرال عاصم منیر د ټاکلو اعلان وکړ.

جنرال منير په داسې وخت کې د پاګستاني پوځ قومانده په لاس کې واخيسته چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه خپلو جنګیالیو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر کړی دی.

دا لا څرګنده نه ده چې نوموړی به د پاکستاني طالبانو پر وړاندې څه ډول تګلاره خپلوي.

عاصم منير څوک دی؟

د پاکستانی رسنيو تر مخې جنرال عاصم منیر د پوځ روزنيزې اداری منګلا څخه د افسرۍ په امتحان کې بریالۍ شوی دی او د خپل کاري مودې پر مهال یې د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر باجوه لاندې يې د هېواد په شمالي سيمو کې د برېګېډيير په توګه کار کړی دی.

هغه په ۲۰۱۲ز کال کې د پوځ استخباراتي ادارې (اېم ای) مشر شو او وروسته په ۲۰۱۸ز کال کې د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر جوړ شو چې بیا ۸ میاشتې وروسته له دې څوکۍ څخه لیرې کړل شو او پر ځای يې جنرال فیض حمېد وټاکل شو.

د ای اېس ای له څوکۍ څخه تر لیرې کېدو وروسته هغه د ګوجرانوالا کور کمانډر جوړ شو چې بیا دوه کاله وروسته په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر (جي اېچ کيو) کې د کوارټر ماسټر پر څوکۍ وګمارل شو چې دا مهال پر هم دې عهده دی.

د پاکستان شخصي ټېلېوېژن وايي چې جنرال عاصم منیر به د پاکستان پوځ هغه لومړی مشر وي چې د دوو مهمو استخباراتي ادارو ای اېس ای او اېم ای مشر پاتې شوی دی.

د جنرال قمر جاوېد باجوه تقاعد

جنرال قمر جاوېد باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځ مشر ټاکل شوی وو. نوموړی دوې دورې د پاکستان د پوځ مشر پاتې شو. نوموړي چې په ۲۰۱۹ز کال کې خپله درې کلنه کاري موده سرته رسوله نو د هغه وخت وزیراعظم عمران خان يې موده د درو نورو کلونو لپاره وغځوله او دا ډول شپږ کاله د پوځ د مشر پر چوکۍ پاتې شو.

جنرال باجوه پر داسې مهال ریټایرډ (تقاعد) شو چې د نومبر پر ۲۰مه د فیکټ فوکس په نوم د تحقیقاتي ژورنالېزم یوې ووبپاڼې د پاکستاني خبریال یو رپورټ خپور کړ چې پکې دعوه شوې چې په تېرو شپږو کلونو کې د باجوه او د هغه د کورنۍ شتمنۍ اربونو روپیو ته رسېدلې دي.

د دې په غبرګون کې د نومبر پر ۲۷مه د پاکستان پوځ ویلي وو چې د جنرال قمر جاوېد باجوه د شتمنیو په اړه یو وروستی پلټنیز رپورټ او پر ټولنیزو شبکو روان بحثونه "ګمراه کوونکي" دي چې ردوي یې.

XS
SM
MD
LG