د شمالي وزیرستان بې کوره شوي دته خېل او ګربز میاشتنۍ مرستې غواړي

د افغانستان په خوست کې د وزيرستان يو کډوال - انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان دته خېلو او ګربزو هغو کډوالو احتجاج پیل کړی دی چې لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه کړل شوي.

دوی د جنورۍ پر نهمه په بکاخېلو کې د پیل کړي احتجاج پر مهال د بنو او میرامشاه ترمنځ غځېدلی سړک تړلی دی. دوی وايي د حکومت له خوا له کډوالو سره کېدونکې میاشتنۍ مرستې بندې شوې دي او تر څو کې دا مرستې بیرته بحال شوې نه وي، دوی به احتجاج کوي.

د کډوالو د کمیټۍ مشر ملک رحمت غلام اختجاج کوونکو ته په وینا کې وویل چې حکومت دوی ته باور ورکړي خو بیا پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

دا هم وګورئ: د شمالي وزیرستان په زرګونو کډوال وايي حکومت ورباندې مرستې بندې کړې

له دې بې کوره کړل شویو خلکو سره مرسته کوونکې د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویاند احسان داوړ مشال راډیو ته وویل چې له افغانستان څخه نویو ستانه شویو ۱۱ زره کورنیو او له وړاندې په بکاخېلو کې مېشتو کورنیو ته د میاشتنیو مرستو ورکړه روانه ده. هغه وویل چې بیا هم که کومې کورنۍ پاتې وي د هغوی مرستې به هم جاري کړل شي. خو د نوموړي په وینا، مرستې پر هغو کورنیو بندې دي چې سیمې یې له وسله والو پاکې کړل شوې او د اوسېدو وړ بلل شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د بنو په بکاخېلو کیمپ کې د شمالي وزیرستان کډوالو د دیسمبر پر ۱۹مه مشال راډيو سره خبرو کې ويلي وو چې پر ژمنو سربېره ورته حکومت میاشتنۍ پیسې نه ورکوي. دوی زیاته کړې وه چې د پیسو نه لرلو له وجې یې په ژمي کې ژوند سخت شوی دی. د شمالي وزیرستان کډوالو تر دې مخکې هم څو ځلې ورته د مرستو نه رسېدو او يا هم د مرستو بندېدو ګیلې کړې دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له وجې یې تر یو مېلیون زیات کسان کډوال شول چې ورڅخه یې زرګونه کورنۍ د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته واوښتې.

د پاکستان حکومت، په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر ختمېدو وروسته په پړاوونو کې د شمالي وزیرستان زیاتره کورني بېځایه شوي او په افغانستان کې پراته کډوال خپلو کلیو ته ستانه کړي خو سلګونه کورنۍ لا هم هلته مېشتې دي.