د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوال وايي له میاشتو راهیسې د مرستو له پیسو بې برخې دي


د شمالي وزیرستان کډوال وايي، له افغانستانه د ستنېدو پر وخت ورته حکومت پیسې او خواړه ورکړي ول خو اوس یې ورباندې مرستې بندې کړې دي - پخوانی انځور.
د شمالي وزیرستان کډوال وايي، له افغانستانه د ستنېدو پر وخت ورته حکومت پیسې او خواړه ورکړي ول خو اوس یې ورباندې مرستې بندې کړې دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د بنو په بکاخېلو کیمپ کې د شمالي وزیرستان کډوال وايي، پر ژمنو سربېره ورته حکومت میاشتنۍ پیسې نه ورکوي.

دوی د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د پیسو نه لرلو له وجې یې په ژمي کې ژوند ګران شوی دی. د شمالي وزیرستان کډوالو تر دې مخکې هم یوشمېر ځلې ورته د مرستو نه رسېدو او بندېدو ګیلې کړې دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له وجې یې تر یو مېلیون زیات کسان کډوال شول چې ورڅخه یې زرګونه کورنۍ د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته واوښتې.

د پاکستان حکومت، په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر ختمېدو وروسته په پړاوونو کې د شمالي وزیرستان زیاتره کورني بېځایه شوي او په افغانستان کې پراته کډوال خپلو کلیو ته ستانه کړي خو سلګونه کورنۍ لا هم هلته مېشتې دي.

په بکاخېلو کیمپ کې له افغانستانه ورستانه شوي کډوال مېشت دي - پخوانی انځور.
په بکاخېلو کیمپ کې له افغانستانه ورستانه شوي کډوال مېشت دي - پخوانی انځور.

دا مهال په بکاخېلو کې لوی شمېر د هغو کډوالو دی چې د پاکستان حکومت په وروستیو کلونو کې له افغانستانه ستانه کړي دي. زیاتره کډوال د شمالي وزیرستان د دته خېلو اوسېدونکي دي.

د میزر مده خېلو عمل محمد چې له یو کال راهیسې د کورنۍ له ۱۲ غړو سره په بکاخېلو کیمپ کې مېشت دی وايي، پخوا به حکومت ورته هره میاشت د مرستو پیسې ورکولې خو اوس یې ورباندې له یوشمېر میاشتو راهیسې بندې کړې دي. "د موبایل [ټېلېفون] پیغامونو په ذریعه چې حکومت کومې پیسې راکولې، هغه بیا بندې شوې دي. دا پیسې باقاعده نه ملاوېږي. په پیل کې یې دوړه (اوړه)، خیمې، خوراکي سامان او ۲۰،۰۰۰ روپۍ راکړې وې. خو اوس له شپږو میاشتو راهیسې یې موږ ته نه دي راکړې."

عمل محمد زیاتوي، د مالي مرستو د نه شتوالي ترڅنګ له یخنۍ د ځان ژغورنې هېڅ انتظام نه لري او کډوال داراز له روغتیايي او تعلیمي اسانتیاوو هم بې برخې دي.

د بکاخېلو په کیمپ کې کډوال رحمت الله هم ورته شکایتونه لري. دی د کورنۍ له ۲۲ غړو سره هلته اوسي او وايي، تر ۱،۰۰۰ زیاتې کورنۍ له میاشتنیو مالي مرستو بې برخې شوي دي. "مخکې به دا پیسې [په باقاعدګۍ] هره میاشت راتللې خو اوس بندې شوې دي. د ځینو خلکو شناختي کارډونه هم بلاک (تړل) شو يدي. لږو خلکو ته مرستې ورکړل شوې دي خو د ډېرو خلکو اوس هم بندې دي. دلته شاوخوا ۲،۰۰۰ کورنۍ اوسي. په دې کې د ځینو کورنیو [په کیمپ] کې یو او د چا دوه کاله کېږي چې له افغانستانه ستنې شوې دي. نه دلته د څښاک اوبه شته نه روغتون او نه سکولونه. موږ ته یې چې د غلام خان پر پوله کوم شیان راکړي ول تر هغې وروسته مو نورې مرستې نه دي" ترلاسه کړې.

د خیبر پښتونخوا د طبعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند د کډوالو دا دعوه ناسم بولي چې ګواکې حکومت ورباندې مرستې بندې کړې دی.

احسان داوړ د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت د ډېسېمبر پر ۱۷مه له رجسټر کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۲ کروړه روپۍ منظورې کړې دي چې په راتلونکو ورځو کې به یې ووېشي. "مرستې بندې شوې نه دي. دوی ته به په دوو، درو ورځو کې پر مقرر وخت ۸،۰۰۰ روپۍ [د خوراکي توکو اخیستو] لپاره او ۱۲،۰۰۰ د کورنۍ د خسمانې لپاره مېلاو شي. حکومت د دوی دا مالي مرستې جارې کړې دي او رجسټر کډوالو ته به په موبایل ټېلېفون د پیسو د [وررسېدو] پیغامونه ورشي."

XS
SM
MD
LG