د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو: له افغانستان ستانه شویو وزیرستانیو کډوالو د مرستو لپاره احتجاج وکړ


وزیرستانیو کډوالو وړاندې هم د مرستو لپاره په بنو کې احتجاجونه کړي دي

د شمالي وزیرستان هغو کډوالو نن په بنو کې د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کړی چې په وروستیو کې له افغانستانه ستانه شوي دي.

د کډوالو کمېټۍ مشر ملک رحمت الله مشال راډیو ته وویل، کلونه وروسته پاکستان ته ستانه شول خو له مرستو بې برخې دي او اوس هم خپلو کلیو ته د ستنېدو اجازه نه لري. نوموړي پر سرکار غږ وکړ چې په ملک کې د نورو بې کوره شویو خلکو غوندې دې له دې کډوالو سره هم مرستې وشي. ده وویل په دې یخه او سړه هوا کې خلک ډېر په تکلیف دي.

د دته خېلو مداخېلو حلیم خان چې له اووه کلنې کډوالۍ پس له افغانستانه په وزیرستان کې خپل کلي ته ستانه شوی دی وايي، له مرستو بې برخې دي، ماشومان یې په خېمو کې شپې ورځې سبا کوي. دی زیاتوي چې دوی ډېر غریب خلک دي. ډېری یې د بېګا او ګهیځ هېڅ شی نه لري.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له وجې یې تر یو مېلیون زیات کسان کډوال شول چې ورڅخه یې زرګونه کورنۍ د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته واوښتې. حکومت وايي، په ۲۰۱۶ز کال کې یې د عملیاتو تر ختمېدو وروسته په پړاوونو کې د شمالي وزیرستان زیاتره کورني بېځایه شوي خپلو کلیو ته ستانه کړي.

حکومت پروسږکال په ډېسېمبر کې له افغانستانه د کډوالو د ستنېدو وروستی پړاو پیل کړ چې اوسمهال د بنو په بکاخېلو کیمپ کې پراته دي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر شاهد علي خان، د طبیعي ناورینونو پروړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) او پوځي چارواکو نن مشال راډیو ته وویل، له افغانستانه یې د ستنو شویو کډوالو نومونه لیکلي او ورته به ژر مرستې ورکړي. دوی د مرستو پیلولو نېټه و نه ښوده خو زیاته یې کړه چې د شمالي وزیرستان په ځینو سیمو کې امنیت نه دی پر ځای شوی نو ځکه کډوال لا نه شي ورلېږدولای.

XS
SM
MD
LG